د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۶

نورستاني: په راتلونکو څو ورځو کې به د انتخاباتو وروستۍ پایلې اعلان کړو


د انتخاباتو خپلواک کمېسیون مشر احمد یوسف نورستاني
د انتخاباتو خپلواک کمېسیون مشر احمد یوسف نورستاني

د جمهوري ریاست د دواړو کاندیدانو ترمنځ په سیاسي برخه کې له خنډونو سره سره د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ټینګار کوي چې؛ د رایو د تفتیش له پروسې وروسته به د انتخاباتو نهایي نتیجه اعلان کړي.

د دې کمېسیون مشر احمد یوسف نورستاني د سه شنبې په ورځ آزادۍ راډیو ته وویل؛ چې ټول افغانان په بې صبرۍ د انتخاباتو نتیجې ته منتظر دي او دوی به نور ځنډ په کې را نه ولي.

که څه هم ښاغلي نورستاني د انتخاباتو د نتیجې د اعلان لپاره د کومې ځانګړې نیټې یادونه ونه کړه؛ خو ویې ویل هر څومره ژر چې ممکنه وي د انتخاباتو نتیجه به اعلان کړي:

"نتایج خو خامخا اعلانیږي، کله چې تفتیش نهايي شي او نورو کارونه سرته ورسیږي؛ بیا د انتخاباتو وروستۍ نتجه اعلانوو؛ خلکو په انتخاباتو کې ونډه واخیسته؛ نو حق لري چې د انتخاباتو نتیجه ورته معلومه شي؛ نو موږ مجبوره یو چې د رایو د تفتیش له بهیره وروسته نتیجه اعلان کړو."

دا په داسې حال کې ده، چې د ولسمشرۍ کاندید عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ یو خبري کنفرانس کې وویل؛ چې ټیم یې د انتخاباتو ګټونکی دی او یوه ورځ به هم تقلبي حکومت ونه مني.

نوموړی دا خبري په داسې حال کې کوي چې؛ د دوشنبې په ورځ د دواړو کاندیدانو ترمنځ خبرو کومه نتیجه ورنه کړه.

عبدالله عبدالله د انتخاباتو د تفتیش او ابطال بهیر هم غیر شفاف وباله او ویې ویل چې، د دې تقلبي بهیر نتیجه به ونه مني.

په عین حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې جېن ساکي د دوشنبې په ورځ ویلي؛ موږ له کاندیدانو او د هغوی له ملاتړو غواړو چې؛ د رایو د تفتیش پروسې ته ژمن و اوسي او د رایو د تفتیش نتایجو ته دې درناوی وکړي.

هڅه مو وکړه چې، په دې اړه د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د دفتر (یوناما) نظر واخلو؛ خو هغوی په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

په عین حال کې د آزادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ یا فیفا وايي؛ چې د رایو د تفتیش او ابطال بهیر د معیارونو او نړیوالو طرزالعملونو پراساس مخته وړل شوی دی.

د دې بنسټ ویاند فهیم نعیمي وویل؛ چې په دې پروسه کې شویو اعتراضونو ته رسیدګي ونه شوه؛ نو ځکه اوس انتخاباتي بهیر له خنډ سره مخ شوی دی:

"د تفتیش له پروسې نه چې موږ کله څارنه وکړه؛ هغه میعارونه چې په چک لست او طرزالعمل کې و؛ هغه په نظر کې نیول کیدل، خو کوم اعتراضونه چې د لومړی سر نه موجود وو؛ په مشخص ډول د یو انتخاباتي ټیم له لورې هغه اختلافات حل نه شول؛ نو هغه انتخاباتي پروسه چې له امله د تفتیش بهیر پیل شو همداسې پرځای پاتي دي."

له دې وړاندې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ویلي وو؛ چې د ټولو رایو تفتیش د کاندیدانو غوښتنه وه او باید چې نتیجه یې ومني.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون په داسې حال کې د نتیجو داعلان خبره کوي؛ چې له دې وړاندې یوشمیر سیاسي څیرو او کارپوهانو ټینګار کړی و؛ چې د انتخاباتو له نتیجو مخکې باید کاندیدان تر خپل منځه په سیاسي برخه کې موافقې ته ورسیږي.

راپور: مرضیه احمدزۍ

XS
SM
MD
LG