د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ مرغومی ۱۴۰۰ کابل ۰۵:۲۷

امریکا: افغان کاندیدان باید د رایو د تفتیش بهیر ته ژمن واوسي


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویانده جین ساکي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې جین ساکي د دوشنبې په ورځ وویل؛ موږ له کاندیدانو او د هغوی له ملاتړو غواړو چې د پروسې تر پای ته رسېدو پورې د (رایو د تفتیش) پروسې ته ژمن و اوسي.

جین ساکي د عبدالله عبدالله څرګندونو ته په اشارې زیاته کړه چې؛ نوموړي تل د افغانستان د اساسي قانون په پیروي ټینګار کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې جین ساکي وړاندې وویل؛ عبدالله د دوشنبې د ورځې په څرګندونو کې سربیره پر دې چې پر خپلې بریا یې ټینګار وکړ؛ له خپلو پلویانو یې وغوښتل چې، تاوتریخوالی دې نه کوي:

”زموږ له نظره د تفتیش بهیر لا هم د ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې روان دی. زه فکر کوم دا تایید شوې چې؛ د دې پروسې یوه برخه بشپړه شوې ده؛ خو لا هم ځینې نور کارونه پاتې دي چې؛ باید ترسره شي. ډاکتر عبدالله په تکرار ویلي، چې د اساسي قانون پیروي به کوي. نو موږ له کاندیدانو سره کار ته دوام ورکوو او ګورو چې څنګه موږ مخکې تلی شو او دا مساله هوارولی شو.“

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویانده وروسته له هغې دا څرګندونې کوي؛ چې د افغانستان د ولسمشرۍ د څوکۍ کاندید عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ په کابل کې وویل؛ سیاسي بهیر په ټپه دریدلی دی او دوی به هیڅکله داسې یو حکومت ونه مني؛ چې د ده په وینا، د درغلیو په نتیجه کې رامنځ ته شي. نوموړي همدارنګه خپل انتخاباتي ټیم ګټونکی اعلان کړ:

”موږ د افغانستان د خلکو د پاکو او ريښتینو رایو په بنسټ د انتخاباتو ګټونکي یوو او وو.“

خو ښاغلي عبدالله پر خپلو ملاتړو ټینګار وکړ چې؛ دوی به د تاوتریخوالي خواته ولاړ نه شي او د مدني اعتراضونو له لارې به خپل حق وغواړي.

”موږ په هیڅ پړاو کې د تاوتریخوالي پلوي نه وو؛ موږ هیڅکله د تاوتریخوالي سپارښتنه نه ده کړې؛ نه تاوتریخوالي تجویزوو او نه یې تاییدوو. موږ خپل حق د مدني اعتراضونو له لارې غوښتی دی.“

خو که چیرې د عبدالله عبدالله سیال لوری د انتخاباتو ګټونکی اعلان شي؛ د نوموړې دا مدني اعتراض به د نوي حکومت د جوړېدو مخنیوی ونه کړي او ناکراریو ته به لاره خلاصه نه شي؟

دا پوښتنه مې د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي له استاد پوهاند ودیر صافي څخه وکړه:

”دا چې څوک مدني حرکات کوي، مظاهرې کوي، نارضایتي څرګندوي، دا به دوام پیدا کوي. خو زه فکر نه کوم چې د شفافو نتایجو تر اعلان وروسته دې دا ډول اعتراضونه د نوي حکومت د جوړیدو مخه ونیسي او یا دې هېواد د بې ثباتۍ خواته بوځي.“

عبدالله عبدالله په خپلو څرګندونو کې پر خپلو پلویانو غږ وکړ چې؛ د شهید د اونۍ په مناسبت دې د راتلونکو ورځو غونډې په هیڅ بڼه له سیاسي مسالو سره نه ګډوي او شهیدانو ته دې درناوی وکړي.

XS
SM
MD
LG