د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۹ سلواغه ۱۴۰۰ کابل ۰۲:۴۲

د خوست-ګردیز سړک د پاتې برخې پخول پیل شول


د خوست ولایت د اوسیدونکو د دیارلس کالو پرله پسې غوښتنو وروسته بالاخره د خوست-ګردیز سړک د پاتې برخې د پخولو او کریړ کولو کارونه هم پیل شول.

یاد سړک چې ۲۵ کیلو متره د کریړ کولو او اساسي جوړولو پاتې دی، د امریکا متحده ایالتونو د نړیوالې پرمختیايي ادرې له لوري به د نږدې ۳۳ میلیونه ډالرو په لګښت د اتلسو میاشتو په موده کې بشپړ شي.

خوست والي عبدالجبار نعیمي د یکشنبې په ورځ د دې کار د پیل په مراسمو کې د خوست د شمل دومنده په ولسوالۍ کې ازادي راډیو ته وویل؛ چې مخکې کلونه د دې سړک په کار کې د ځنډ یو لامل بې امنیتي وه، چې اوسمهال دا ستونزه له منځه تللې او د سړک د جوړولو په کار کې ټول خلک د حکومت او افغان ځواکونو سره همکار دي:

"موږ په همدې هوډ دلته راغلي یو، چې د دې پروژې له افتتاح نه تر پایه به د سړک د کار د څرنګوالي او کیفیت نه نظارت کوو او په ټول قوت سره به د دې پروژې په عملي کولو کې موږ او ولسونه مرسته کوو؛ دا سړک چې ۲۵ کیلو متره اوږدوالۍ لري؛ په اتلسو میاشتو کې به جوړیږي، څه د پاسه ۳۲میلیونه ډالر لګښت ورباندې راځي؛ دا د امریکا د متحده ایالاتو د نړیوالي پرمختیايي ادارې یا USAID له خوا تمویلیږي؛ تېر کال هم د دې سړک دیارلس کیلومتره تکمیل شوی؛ الحمدالله کومه ستونزه يې نه درلوده او موږ اطمینان لرو، چې په اینده کې به هم کومه ستونزه ونه لري."

د خوست-ګردیز سړک چې نږدې ټول د غرونو او غونډیو په لمنو کې غځیدلی؛ ۱۰۵ کیلومتره اوږدوالۍ لري، چې په تېرو ۷ کالونو کې يې ډېره برخه پخه شوې، خو ۳۲ کیلومتره یې تر دې وروستیو پاتې وو، چې دیارلس کیلومتره يې تېر کال پوخ شو او په پاتې ۲۵ کیلومترو باندې يې اوس د جوړولو کارونه پیل شول.

په خوست کې د ملي اردو د پلې لواء قوماندان جنرال ناصر هدایت مشال راډیو سره په خبرو کې د لارې په اوږدو کې د دوی د ځواکونو له خوا د بشپړو امنیتي تیاریو یادونه وکړه:

"لکه څرنګه چې تاسو په جریان کې یاست، چې د ملي اردو منسوبین په دې لویه لاره کې د امنیت د ټینګښت مسولیت پر غاړه لري، تاسو خوستوالو ته دا ډاډ درکوم چې ملي اردو په پوره مسلکي وړتیا، صداقت او ایماندارۍ سره په دغه سیمه کې امنیت ټینګ کړي، تر څو دغه شرکت وکولای شي په ارامه توګه خپل کار مخې ته بوځي، انشاالله هېچا ته د دې اجازه نه ورکوو، چې د دې حیاتي پروژې د تطبیق په مخکې خنډ وګرځي."

په یاد سړک یو شمېر خوراکي او غیر خوراکي توکي د قبایلي سیمې میرانشاه، پاړه چنار او ټل څخه پکتیا او د افغانستان نورو ولایتونو ته لیږدول کیږي، دا سړک د نورو لارو په پرتله د کراچۍ تجارتي بندر ته ۳۸۱ کیلومتره لنډ دی.

یو تن ځدراڼ میشتي قومي مشر د سړک د کار د پیل د مراسمو پریکړه لیک ولوست، چې په هغه کې د دې سړک د جوړولو په چارو کې له حکومت او ودانیز شرکت سره د ځايي قومونو او ولسونو د مرستې او همکارۍ یادونه شوې ده:

"د خوست-ګردیز سړک په جوړیدو به د خوست او پکتیا په ګډون ټول هېواد ته په اقتصادي، سیاسي، امنیتي او ټولنیز لحاظ زیات ګټور تمام شي، په همدې اساس موږ ژمنه او تعهد کوو، چې د دې پروژې په تطبیق کې به هر ډول همکاري د ځان ملي او دیني وجیبه وبولو."

د یادونې وړ ده، کارپوهان د خوست د اقتصادي پرمختیا او د غلام خان بندر د ترانزیټ کېدو د پاره د خوست-ګردیز سړک اساسي جوړول او پخول یو مهم شرط ګڼي او وايي، چې په جوړ سړک باندې د توکو او سپرلیو د ګاډو په ټرافیکو کې زیاتوالۍ راځي او کرايې ورسره اسانیږي.

XS
SM
MD
LG