د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۷

له نننۍ ناستې څخه د دواړو انتخاباتي ډلو هیلې


په پام کې ده چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو دوه کاندیدان اشرف غني احمدزی او عبدالله عبدالله نن یوځل بیا په کابل کې سره وګوري او د ملي وحدت د حکومت پر اساساتو خبرې وکړي.

په داسې حال کې چې ټاکل شوې د ولسمشرۍ د دوهم پړاو انتخاباتو نتایج ډېر ژر اعلان شي؛ ګومان کېږي چې د ملي وحدت د حکومت د څرنګوالي په اړه د اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله نننۍ کتنه ښايي وروستۍ وي.

د اصلاحاتو او همپالنې ډله هیله څرګندوي چې په نننیو خبرو کې به یې سیاله ډله د ملي وحدت د حکومت په اړه د امریکا د بهرنیوچارو د وزیر جان کري په منځګړتوب شوې پرېکړه ومني.

د دې ډلې ویاند فضل الرحمن اوریا له آزادۍ راډیو سره په مرکه کې وویل:

"زموږ هیله د تحول او تداو له ټیم څخه دا ده چې؛ د افغان ولس پاکو رایو ته احترام وکړي، هغه ګډه اعلامیه او توافقات چې د ښاغلي جان کري په منځګړتوب شوي دي، په افغانستان کې د ملي دولت د جوړولو لپاره خپلو ژمنو ته وفادار پاتې شي او په عملي کولو کې یې صادقانه ګامونه اوچت کړي."

معلومه نه ده چې دواړه کاندیدان به په نننۍ کتنه کې کومې موافقې ته ورسیږي کنه خو د امریکا ولسمشر بارک اوباما وړمه شپه یوځل بیا له دواړو کاندیدانو وغوښتل چې؛ د ملي وحدت د حکومت په اړه خبرې بشپړې کړي؛ څو نوی حکومت ډېرژر په کار پیل وکړي.

سپینې ماڼۍ په یوه بیان کې ویلي دي چې؛ دا غوښتنه ښاغلي اوباما د ولسمشرۍ له دواړو کاندیدانو سره په ټلفوني خبرو کې وکړه. بیان د اوباما له قوله لیکي، چې دی وايي، دا توافق به له افغانستان سره د نړیوالو مرستې ډاډمنې او په دې هېواد کې ثبات ټینګ کړي.

د ملي وحدت د حکومت څرنګوالی لانجمنه مساله ده. د اشرف غني احمدزي په مشرۍ د تحول او تداوم ټیم ټینګار کوي چې؛ په هرراز خبرو کې تر ټولو مهم اصل د افغانستان اساسي قانون دی.

د دې ټیم یوه ویاند صدیق پتمن له آزادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل چې؛ له خپل سیال ټیم څخه د اساسي قانون درناوی غواړي:

"زموږ هیله دا ده چې ډواړه ټیمونه د ملي وحدت د مشروع حکومت د جوړولو لپاره د اساسي قانون په رڼا کې موافقې ته ورسېږي او د افغانانو لپاره تر دې زیات مشکلات پیدا نه کړي او د خلکو د رایو درناوی وکړي."

د عبدالله عبدالله د ټیم یوه ویاند تېره ورځ خبرداری ورکړ چې؛ که یې په نننیو خبرو کې غوښتنې ونه منل شي؛ نو دوی به خپله راتلونکې پرېکړه ډېرژر اعلان کړي.

ښاغلي اوریا هم له آزادۍ راډیو سره په خبرو کې خبرداری ورکړ چې؛ که دا خبرې د دوی په خوښه نتیجه ورنه کړي؛ نو د ناوړه عواقبو مسوول به د دوی سیال ټیم وي:

"هیله لرو چې، د تحول او تداوم ټیم له همدې ارزښتونو سره سم ګام اوچت کړي او که چېرې صادقانه ګامونه اوچت نه کړي؛ نو بیا پایلې یې چې هرڅه وې مسوولیت به د دوی په غاړه وي."

ښاغلي اوریا د خپلو احتمالي اقداماتو په اړه نور جزییات ورنه کړل؛ خو له دې مخکې د ښاغلي عبدالله یوه بل نژدې متحد د بلخ والي عطامحمدنور د شنو او نارنجي اعتراضونو ګواښ کړی و. خو آیا د تحول او تدام ټیم د دې خبرداریو او ګواښونو په وړاندې انعطاف ته چمتو دی. د دې ټیم ویاند صدیق پتمن یوځل بیا:

"انعطاف په ټوله مانا د انتخاباتو د ابتدايي نتایجو له اعلان وروسته مقابل ټیم چې هر پېشنهاد کړی؛ موږ ورسره منلی او وړاندې تللي یو بیا دوی دا پېشنهاد په نیمه لاره کې پریښی دی.

اوس د ګټونکی ټیم له خوا بایلونکي ټیم ته په حکومت کې برخه ورکول یو اصل دی او موږ دې اصل ته ژمن یو. هیله لرو چې زموږ دوستان هم دې اصل ته ژمن پاتې شي او دواړه ټیمونه کوشش وکړي چې د افغانستان اساسي قانون مراعات شي."

د ملي وحدت د حکومت په ترکیب کې تر ټولو زیاته لانجمنه مسئله د اجراییه مشر مقام دی.

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې ټیم د ملي وحدت په حکومت کې د اجراییه مشر لپاره پراخ صلاحیت او له هغې ډلې د کابینې مشري غواړي خو د اشرف غني احمدزي په مشرۍ د تحول او تداوم ټیم دا غوښتنه د اساسي قانون خلاف کار بولي.

XS
SM
MD
LG