د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۷

د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون د ۴۹ محلونو رایې باطلې اعلان کړې


د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون ویاند نادر محسني
د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون ویاند نادر محسني

د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو خپلواک کمېسیون د شکایتونو د څیړنو په پنځمه علني غونډه کې د پنځوسو باطلو شوو محلونو په اړه خپله پریکړه اعلان کړه.

د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو خپلواک کمېسیون وایي؛ چې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له خوا د پنځوسو باطل شویو محلونو په اړه د تحول او تداوم ټيم پځلس شکایتونه له دې کمېسیون سره ثبت کړي.

د دې کمېسیون ویاند نادر محسني د شنبې په ورځ د شکایتونو د څیړنو په پنځمه علني غونډه کې خبریالانو ته وویل؛ چې د دې محلونو له ډلې د نهه څلویښتو ابطال تایید شو او د یوه محل رایو ته بېرته اعتبار ورکړل شو.

نوموړی وویل، چې دا محل په خوست کې دی.

"د انتخاباتي شکایتونو خپلواک کمیسیون له یوه مورده پرته ټول ثبت شوي شکایتونه بې اعتباره وبلل او یواځې یو مورد مو بااعتباره وباله."

د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو د خپلواک کمېسیون له څیړنو وروسته تر دې دمه د رایې ورکوونې د ۴۲۷ محلونو رایې باطلې تایید شوي او د پنځلسو محلونو رایو ته بېرته اعتبار ورکړل شوی دی.

په پینځمه علني غونډه کې د نهه څلویښتو محلونو رایې په ځینو محلونو کې د جګړې؛ په صندقونو کې د رای پانو د نه موجودیت؛ د راییو د ویجاړو صندقونه، د راییو په چک لسټونو کې د ستونزې؛ مشابه نښو او په فورم کې د صندقونو د شمېرې د نه ثبتولو له امله باطلې شوې.

د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون ویاند نادر محسني هم ټینګار کوي چې؛ د جمهوري ریاست د دوهم پړاو د انتخاباتو په اړه به خپله وروستۍ پریکړه وکړي:

"موږ داسې شکایتونه او موارد لرو چې، د رایو په تفتیش کې باطل شوي نه وو؛ موږ به یې باطل کړو او د جمهوري ریاست دویم پړاو انتخاباتو په اړه به خپله پایله اعلان کړو."

ښاغلي محسني وايي، چې سبا به هم ثبت شوو شکایتونو ته په علني غونډه کې رسیدګي وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې؛ د انتخاباتي شکایتونو د خپلواک کمیسیون مشر عبدالستار سعادت نن شنبې آزادۍ راډیو ته ویلي؛ د دې لپاره چې روانه انتخاباتي لانجه ژر پای ته ورسیږي؛ د تېرو انتخاباتو او د رايو د تفتيش په اړه به خپله پرېکړه ژر اعلان کړي.

ټاکل شوې چې، د انتخاباتو خپلواک کميسيون د انتخاباتو وروستي نتیجه په څو ورځو کې اعلان کړي.

راپور: مرضیه احمدزۍ

XS
SM
MD
LG