د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۷ مرغومی ۱۴۰۰ کابل ۰۸:۴۶

نور: هیله لرو، چې کاندیدان په خپلو ژمنو ودریږي او د تفتیش نتیجه ومني


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون اعلان وکړ، چې د رایو د تفتیش پروسه پای ته رسیدلې ده او کومه پایله چې اعلانیږي باید دواړه کاندیدان یي ومني.

د دغه کمیسیون ویاند نورمحمدنور نن جعمه په یوه خبري کنفرانس کې وویل، د رایو د تفتیش عادي او خاص تفتیش د پنجشنبې په ماښام مهال پای ته ورسید او د رایو یو نوي فیصده چک لسټونه هم د پریکړې نیولو په خاطر سیسټم ته داخل شوي دي.

د ښاغلي نور په خبره هڅه کیږي چې ډېرژرد رایو د ټولو چک لسټونو په برخه کې د کارپه پای ته رسیدو سره د انتخاباتو نتیجه اعلان شي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي، د ولسمشرۍ د انتخاباتو د دویم دور رایو د تفتیش پروسه د پنجشنبې په ورځ پای ته رسیدلې او هڅه کیږي نور پاتې کارونه هم ډېر ژر پای ته ورسیږي.

د دغه کمیسیون ویاند نورمحمدنور د جمعې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل، د تفتیش پروسې پنځوس ورځې وخت ونیوه چې د پنځه اویا فیصدو رایو په بیا شمېرنه کې په خپله د کاندیدانو استازو هم حضور درلود.

نور وویل د انتخاباتو کمیسیون هیله من دی چې دواړه کاندیدان په خپلو ژمنو ولاړ پاتې شي او د تفتیش نتیجه ومني:

″پرون شپه اته بجې د رایو د صندوقونو د سل په سلو کې تفتیش او بیا شمېرنه په فزیکي توګه پای ته ورسیده.

دا د کاندیدانو غوښتنه وه چې د رایو سل په سلو کې تفتیش ترسره شي. کاندیدانو ژمنه وکړه او ویي ویل چې د رایو د صندوقونو له سل فیصده تفتیش وروسته به هره نتیجه چې رامنځته کیږي دواړو ته د منلو وړ وي.″

ښاغلي نور وویل د رایو د ټولو ۲۲۸۲۸ محلونو تفتیش د جمهوري ریاست د دواړو کاندیدانو په غوښتنه د کورنیو او بهرنیو څارونکو په حضور کې ترسره شو چې د پنځه اویا فیصده رایو تر تفتیش پورې د دواړو کاندیدانو څارونکي هم موجود وو.

نور وايي، د رایو په اړه له پریکړو وروسته ترلاسه کیدونکې نتیجه د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون ته استوي څو د هغوی له څیړنو وروسته د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د جمهوري ریاست د دویم دور انتخاباتو نتیجه اعلان کړي.

د نور په خبره تر دې دمه سیسټم ته د یو نوي فیصده چک لیسټونو د ورداخلیدو له ډلې د ۱۶۴۸۳ چک لیسټونو په اړه پریکړې شوي چې په کې ۵۷۵ محلونه باطل او ۹۴۵۱ نورهم منل شوي دي:

″د رایو د نتایجو د ټولولو مرکز هم ښه پرمختګونه کړي دي.

تراوسه پورې ۲۰۸۴۸ چک لیسټونه او جدولونه پروسس شوي چې په حقیقت کې د چک لیسټونو او د نتایجو د جدولونو یو نوي فیصده جوړوي.

له دې ډلې ۱۹۹۰۷ وروستي شوي ارشیف شوي دي په اړه یې په دوو نورو علنی غونډو کې پریکړه کیږي.″

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون په داسې حال کې د رایو د تفتیش د پاي ته رسیدو او نورو پرمختګونو اعلان کوي چې د اصلاحاتو او همپالنې ټیم وايي یاد کمیسیون په شفافه توګه کار نه دی کړی او اعلانیدونکې نتیجه دوی ته د منلو وړ نه ده.

خو د تحول او تداوم ټیم بیا ویلي د انتخاباتو د نتایجو منلو ته چمتو دی.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون بیا وایي، که چیرته د جمهوري ریاست کاندیدان له دې ټولو سره سره اعلانیدونکې نتیجه ونه مني دغه کمیسیون په دې اړه کوم مسوولیت نه لري او د هرې رامنځته کیدونکې ستونزې مسوولیت په خپله کاندیدانو په غاړه دی.

صفي الله ستانکزی- کابل

XS
SM
MD
LG