د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۸

نظري: افغانستان که منزوي شي، د تروريستانو په ځاله بدلېږي


د افغانستان دفاع وزارت وایې، نړېوالې ټولنې دا درک کړې چې که افغانستان یوازې پریږدي یو ځلي بیا به د ترورستانو په ځالې بدل شي.

د دې وزارت مرستیال عنایت الله نظري د پنجشنبې په ورځ خبریالانو سره په خبرو کې هیله وښوده چې افغانستان به د ویلز په غونډه کې د نړېوالې ټولنې ملاتړ راجلب کړي.

یو شمېرڅيړونکي هم وایي، که افغان حکومت په ویلز کې د نړېوالې ټولنې مرسته او ملاتړ راجلب نه کړي، د افغان ځواکونو په روحیه به منفي اغیز وکړي.

د بریتانیې په ولېزکې د ناټو د جوړیدونکي سرمشریزې غونډې له پیلدو سره سم د افغانستان دفاع وزارت وایي چې؛ نړېواله ټولنه نه غواړي چې یو ځلي بیا افغانستان د تروروستانو په امن ځای بدل شي.

د دې وزارت مرستیال عنایت الله نظري د پنجشنبې په ورځ وویل، هیله لري، چې په ویلزکې د ناټو په غونډه کې نړېواله ټولنه او د ناټو سازمان غړي هېوادونه د افغان ځواکونو په ملاتړ موافقه وکړي:

″نړېواله ټولنه هم نن ورځ د افغانستان وضیعت يې درک کړی چې که افغانستان سره د نړېوالې ټولنې مرستې ونه شي، یو ځلي بیا به د ترورستانو په ځلې بدل شي او یا له دې خاورې به ترورستان ګټه واخلي، هیله من یو چې د دې جلسې پریکړې د افغانستان په ګټه وې.″

د ناټو د دفاع او بهرنیو چارو وزیران د پنجشنبې په ورځ د بریتانیا په ویلزایالت کې خپله سرمشریزه د افغانستان په اړه په خبرو پیل کړه.

ټاکل شوې ده چې د ناټو مشران له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې پرخپل نوي ماموریت، له دغه هېواده د خپلو محاربو پوځیانو د ایستلو او د افغانستان د راتلونکې په اړه غور وکړي.

ټاکل شوې وه چې د ولسمشرۍ د دوهم پړاو د انتخاباتو په نتیجه کې بریالی ولسمشر د ناټو په دې سرمشریزه کې ګډون وکړي.

خود افغانستان له لوري د ویلز په سرمشریزه کې دفاع وزیر بسم الله محمدي ګډون کړی دی.

په عین حال کې د پوځي چارو یو شمېرکار پوهان هم د وېلزغونډه د نړېوالې ټولنې دملاتړ لپاره مهمه ګڼي.

د پوځي چارو کار پوه رحمت الله روفی ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، که چېرې نړېواله ټولنه افغانستان یوازې پریږدې نو د افغان ځواکونو دتلفاتو د ډیریدو او د روحیې د کمزورتیا سبب به شي:

″که د امنیتي ځواکونه ملاتړ او تجهیز نه شي دوی به واقعآ کمزوری شي، تلفات به ډير شي او افغان ځواکونه به یوځلې بیا د ترورستانو په ځالې بدل شي.″

که څه هم معلومه نه ده، چې د دې غونډې پریکړې به د افغانستان په اړه څه وي، خو له دې وړاندې د ناټو یوه لوړ پوړي جنرال ویلي وو، که له امریکا سره امنیتي سند لاسلیک نه شي، ټول بهرني عسکر به د روان میلادي کال په پای کې له افغانستانه ووځي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG