د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۵

وزیرستاني کډوال د ژمي یخنۍ ته اندېښمن دي


نجیب الله الوخېل

د پکتیکا په ولایت کې یو شمېر میشت وزیرستاني کډوال غوښتنه کوي، چې سر له اوسه دې د راتلونکې ژمي په اړه د کډوالو ستونزو او اړتیاوو ته توجه وشي، دوی وايي پکتیکا سوړ ژمی لري او دوی د پوښاک او سرپناه له پاره پوره امکانات نه لري.

بل خوا د یاد ولایت د کډوالو د چارو مسوولین وايي، چې د کډوالو له پاره د ټولو موسمي اړتیاوو د تیارولو له پاره پلانونه جوړ شوي او د ژمي د رارسیدو مخکې به په کډوالو کورنیو خیمې او د سونګ توکي وویشل شي.

د پکتیکا ولایت په بیلابیلو سیمو او ولسوالیو کې پراته وزیرستاني کډوال، چې وزیرو، مسعودو او داوړو قومونو پورې اړوند دي، په یاد ولایت کې د ژمي ساړه او یخنۍ ته په انديښنه کې دي او غوښتنه کوي، چې حکومت او مرستندویه موسسې دې سر له اوسه د دوی دغې بنسټیزې ستونزې ته توجه وکړي.

پکتیکا د ژمي په موسم کې سوړ ژمی لري او په نږدې ټولو سیمو او ولسوالیو کې يې په ډېره اندازه واورې اوري، اورګون، بېرمل، نکه، ګیان او زیړوک هغه ولسوالۍ دي، چې د خوست په شان د وزیرستاني کډوالو زرګونو کورنیو په کې اړولي دي.

د خان وزیر په نوم د میرانشاه یو تن اوسیدونکی وايي، دوی چې ځانونو ته کوم سیوري جوړ کړي دا نه د سړو دي او نه دې ګرمۍ.

دی زیاتوي، چې پکتیکا سوړ ژمی لري او واورې په کې اوري، نو باید حکومت او موسسې راسره په دې برخه کې روغه مرسته وکړي:

"دا تمبیان یا ټټونه چې دلته لږیدلي دي، دا نه د سړو دي او نه د تودو، موږ ته چې دا نمونه تمبیان یا دا سترې خیمې راکړي چې اوبه ورڅخه نه څاڅي، ځکه دا د واورې وطن دی، نو باید موږ سره روغه مرسته وکړي، چې په ژمي کې په امن شو، که داسې وشول بیا د پاکستان نوم هم نه اخلو."

د سیدرسول په نوم یوه بل تن کډوال وویل، چې دوی څخه د کور ډیری سامانونه او وسایل همالته په میرانشاه کې پاتې شوي دي، دی که څه هم د افغان حکومت او خلکو د مرستې نه مننه کوي، خو وايي چې د مرستو په څومره والي او څرنګوالي کې باید د وزیرستاني کډوالو ستونزې او اړتیاوې په پام کې ونیول شي:

"دومره د ضرورت سامان مو د ځانه سره راوړ، نور هر څه همالته په کورونو کې پاتې شول، په یو یو لک مو د میرانشاه نه دې ځای ته ارګون ته ګاډۍ راونیوه، دلته هم ښه ده دومره ګزاره کیږي، خلک او حکومت راسره مرسته کوي، د افغانستان د حکومت نه او د خلکو نه موږ دومره خوشاله یو، لکه خپل وروڼه مو چې وي، لکه تره زامن مو چې وي، ځکه موږه سره يې ډېر ښه وضعیت وکړو."

د رحمان سعید په نوم یو تن وزیرستانی کډوال هم دوی ته د زیاتې پاملرنې غوښتنه کوي:

"دا خلک همداسې تش تور راوتلي دي، خپل سامانونه او هر څه يې پرې ايښي دي، صرف د عزت د بچ کېدو د پاره، د عزت د بچ کېدو دپاره بې سرو بې سامانه راوتلي دي، نو هر څه چې زموږ افغانان وروڼه او افغان حکومت راسره مرسته کولای شي، باید ایله ونکړي."

د پکتیکا د کډوالو د چارو رئیس محمدکاظم حقیار مشال راډیو سره په خبرو کې د ژمي د موسم په اړه د وزیرستاني کډوالو اندیښنې پر ځای بولي او وايي، چې د کډوالو د پاره د افغان حکومت او نورو نړیوالو ادارو له لوري منظم پلان جوړ شوي او دوی ته مرستې او نور د پوښاک او سرپناه وسایل موسمي اړتیاوو ته په پام سره برابریږي.

حقیار وايي، په مرستو کې دوی بیړنۍ اړتیاوو ته لومړیتوب ورکوي، او همدې له پاره کډوالو ته په منظم ډول د خوراک او پوښاک د ځینو وسایلو وېش روان دی، خو دوی به د ژمي د رارسیدو مخکې د کډوالو د سرپناه او سونګ توکو په اړه هم خپل اقدامات ترسره کړي:

"موږ چې د دې خلکو کومې ستونزې ولیدلې، هغه د اوړو، وریجو، د غوړیو، د چای او د بورې ډېر هغه اولیه ضرورتونه وو، چې هغه تر یوه حده پورې پوره شوي دي، همدارنګه مو د مرکزي حکومت او زیربطو موسساتو څخه هم غوښتنه کړې، چې هغه موسسات هم او UNHCR او WFPپه مرسته عملاً توزیع لري، او وسایل په خلکو باندې ویشي، ژمي د رارسیدو مخکې به هم د دوی د سرپناه او سونګ توکو غم اوخورو."

یاده دې وي، چې د دریو میاشتو راهیسې تر دوه لکو ډېرو وزیرستانيو کډوالو په پکتیکا او خوست ولایتونو کې میشت شوي دي، چې ورسره وخت په وخت د یادو ولایتونو په مختلفو سیمو کې د ځايي ادارو او نړیوالو مرستندویه موسساتو له خوا د خوراک، پوښاک، خیمو او نورو غیر خوراکي توکو مرستې ترسره کیږي، خو د ژمي د موسم په رانږدې کېدو وزیرستانيو کډوالو سره د سرپناه له پاره د وسایلو او سونګ توکو د نه شتون له کبله انديښنې په ډېریدو دي.

XS
SM
MD
LG