د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۷ سلواغه ۱۴۰۰ کابل ۱۰:۵۹

ذکي: د عبدالله د ټیم وروستی دریځ غیرقانوني دی، باید له سره غور پرې وکړي


د تحول او دوام ټیم ویاند فیض الله ذکي

د اشرف غني احمدزي په مشرۍ د تحول او تدوام ټیم وایي؛ چې د اصلاحاتو او همپالنې انتخاباتي ټيم باید په خپل وروستي دریځ له سره غور وکړي.

د اشرف غني احمدزي د ټیم ویاند فیض الله ذکي د سه شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل؛ چې په اوسنیو حساسو شرایطو کې د ملي وحدت حکومت له جوړیدو پرته؛ هر بل انتخات هېواد د بې ثباتۍ خواته بیایي.

د اشرف غني احمدزي په مشرۍ د تحول او تداوم ټیم وایي؛ چې انتخابات یوه ملي پروسه ده او د یوه انتخاباتي ټيم پریکړه نه شي کولای؛ دغه بهیر بې اعتباره کړي.

د دې ټیم ویاند فیض الله ذکي وایي؛ چې د پخوانیو پریکړو او قانون له مخې دواړه کاندیدان مکلف دي؛ چې د تفتیش او ابطال له بشپړیدو وروسته د انتخاباتو نتیجه ومني.

ښاغلي ذکي د سه شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل؛ چې د عبدالله عبدالله د ټیم وروستی دریځ له قانون سره اړخ نه لګوي او باید له سره غور پرې وکړي:

"د ټولټاکنو پروسه په خپل ذات کې یوه سراسري او ملي پروسه ده؛ د اساسي قانون او انتخاباتو په قانون ولاړه پروسه ده او د یوې خوا تصمیم نه شي نیولای؛ چې دغه پروسه یا متوقفه کړي، یا یې معطل کړي یا یې بې اعتباره کړي؛ ځکه اوس نړیوال فکتور په دې پروسه کې شامل دی؛ امید لرو او هیله لرو، چې د اصلاحاتو او همپالنې ټیم په خپل پرونۍ دریځ تجدید نظر وکړي."

نوموړي وویل، چې د دواړو انتخاباتي ټیمونو له خوا د ملي وحدت حکومت د جوړېدو په اړه د شلو پیشنهاد شوو مسایلو له ډلې په اتلسو موافقه شوې او دوه نور پاته دي.

فیض الله ذکي وویل، په پاته دوو مواردو کې یوه یې د اجرایوي شورا د رییس د صلاحیتونه په اړه دی او سیال ټیم یې دې څوکۍ ته د زیاتو صلاحیتونو غوښتونکی دی.

دغه څرګندونې په داسې حال کې کیږي؛ چې تیره ورځ د عبدالله عبدالله ویاند سید آقا فاضل سانچاره کي وویل؛ چې د رایو د تفتیش او ابطال بهیر په درغلیو کې پر مخ روان دی او که یې غوښتنې ونه منل شي؛، د انتخاباتو سیاسي او تخنیکي بهیر به تحریم کړي.

په همدې حال کې د عبدالله عبدالله د ټیم یوه بل پلوي او د بلخ والي عطا محمد نور خپلو پلویانو ته ویلي؛ چې د انتخاباتو د وروستیو نتیجو په وړاندې باید شنو او نارنجي اعتراضونو او خوځښتونو ته چمتوالی ونیسي.

که څه هم تراوسه افغان حکومت د ښاغلي نور د دې ګواښ په اړه څه نه دي ویلي؛ خو د اشرف غني احمدزي ویاند فیض الله ذکي وویل؛ چې ممکن دغه ګواښ ناوړه عواقب ولري:

"شنه او نارنجي حرکتونه د ځینو هیوادونو تقلید دی؛ چې چندان ښه نتیجه یې هم نه ده ورکړې؛ دا شاید کوم سخت کار نه وي، هر څوک ممکن دا کار وکړای شي؛ خو یو جدي سیاستوال باید په دې فکر وکړي؛ چې دغه شین حرکت به په تور او دغه نارنجي حرکت به په سور؛ جیګري او د وینو په رنګ بدل نه شي."

په همدې حال کې د عبدالله عبدالله د انتخاباتي دفتر مرستیال محمد الله حیدري ازادي راډیو ته وویل؛ چې دوی ته د انتخاباتو د کمیسیون او ملګرو ملتونو وروستۍ څرګندونې د قناعت وړ نه دي.

حیدري وویل، چې د دې ټیم د رهبرۍ غړي به ډیر ژر د خبریالانو په وړاندې خپل نوی دریځ اعلان کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې دواړو کاندیدانو له دې وړاندې د ملي وحدت حکومت په جوړیدو موافقه کړې او ویلي یې دي، چې له تفتیش وروسته به د انتخاباتو نتیجه مني.

راپور: اسدالله لودین

XS
SM
MD
LG