د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۶

شېرزی: د ګازو هغو شرکتونو چې احتکار کړی، جواز ترې اخیستل کیږي


د سوداګری وزارت د ګازو او نفتو رییس فریداحمد شیرزي
د سوداګری وزارت د ګازو او نفتو رییس فریداحمد شیرزي

د افغانستان د وزیرانو شورا تیره ورځ پریکړه وکړه هغه شرکتونه چې ګاز یې احتکار کړی او له امله یې په هیواد کې د ګازو بیې لوړې شوي باید وتړل شي.

په هیواد کې د ګازو کمښت او د سون د دغې مادې لوړې بیې د افغانستان د وزیرانو شورا دې ته وهڅوله چې د هغو کسانو په اړه جدي غبرګون وښیي چې؛ د ګازو احتکار کوي او یا له دولتي نرخ څخه په لوړه بیه ګاز خرڅوي.

د سوداګرۍ وزارت چارواکي وايي؛ د لویې څارنوالۍ، سوداګرۍ، مالیې او اقتصاد وزارتونو هیاتونه په ښارونو کې ګرځي؛ شرکتونه او ګازو پلرونکي څاري تر څو د ګازو لوړ نرخ کنټرول کړي.

د سوداګری وزارت د ګازو او نفتو رییس فریداحمد شیرزي ازادي راډيو ته وویل؛ دې وزارت څو شرکتونه پیژندلي چې؛ د ګازو د احتکار او په لوړه بیه د خرڅولو له امله به ورڅخه جواز واخستل شي.

"دوه، دری شرکتونه دي چې، سرغړونه یې کړې ده او موږ به نن د دوی جوازونه لغوه اعلان کړو.

هر څوک چې په هره سویه وي موږ یې جوازونه اخلو، څارنوالۍ ته یې ورپیژنو او په تور لست کې یې شاملوو چې؛ نور نه له ترکمنستانه او نه د بل کوم ځای نه ګاز واخیستلای شي."

دا په داسې حال کې ده چې، د افغانستان د سوداګرۍ خونې او د ګازو واردونکو اتحادیو د دوشنبې په ورځ ژمنه وکړه چې؛ د هیواد ناوړه اقتصادي حالت ته په کتو دوی حاضر دي چې؛ د څه مودې لپاره ګاز له ګټې پرته خرڅ کړي.

دوی وویل چې، د سې شنبې ورځې څخه به د کابل اوسیدونکو ته د ګاز یوه کیلو په شپیته افغانۍ او په نورو سرحدي ولایتونو کې له دې هم ارزانه وي.

خو د کابل ښار اوسیدونکو د سې شنبې په ورځ یو ځل بیا ازادي راډيو ته شکایت وکړه او ویې ویل، چې ټاکل شوی شپیته افغانۍ نرخ نه مراعتیږي.

دوی وايي چې، دولت باید د ګازو غټ شرکتونه دې ته مجبور کړي چې؛ د ګازو بیې راټیټې او ټاکل شوی شپیته افغانۍ نرخ مراعت کړي.

"۱- زما نوم عزیزالله دی او په کابل کې جوار خرڅوم. تیره ورځ حکومت اعلان وکړ چې؛ د ګاز یوه کیلو به په شپیته افغانۍ وي، خو موږ ته یې نن هم یوه کیلو په اتیا افغانۍ راکړه دا نن مې دوه کیلو ګاز واچوه او ۱۶۰ افغانۍ یې را څخه واخیستې.

۲- حمیدالله یم او په درېیم مکروریان کې ګاز خرڅوونکی یم. شرکت همدا نن موږ ته ګاز په اویا افغانۍ راوړی دی او بیل هم نه راکوي وايي، که اخلې وایې خله او کنه خپل کار کوه نو مجبور موږ یې په ۷۵ یا ۸۰ افغانۍ خرڅوو."

افغانستان چې دا مهال له خپل ګاز څخه استفاده نه شي کولای تر ډيره له ترکمنستانه په واردیدونکي ګاز د خلکو ضرورت پوره کوي.

په افغانستان کې د ګازو بیې هم د ډیرو نورو شیانو په څير د کال په ټوله موده کې ځانګړی نرخ نه لري.

په ورته وخت کې د سوداګرۍ وزارت وايي چې؛ د سې شنبې په ورځ یې د جمهور رییس حامد کرزي یو بل فرمان تر لاسه کړی چې؛ دا وزارت به ډير ژر یو لک ټن نور ګاز هم له ترکمنستانه وپېري او له دې سره به د ګازو لوړې بیې ستونزه را کمه شي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG