د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ مرغومی ۱۴۰۰ کابل ۰۶:۰۶

له ګاونډیانو د وسایلو غوښتنه باید تر یوه حده وي!


ښايي تاسو هم لیدلی وي چې ګاونډیان د ضرورت په وخت کې یو له بل نه ځینې شیان لکه د کور وسایل او خوراکي توکي غواړي، خو دا غوښتنه باید ترهغه حده پورې وي چې مقابل لوری په تنګ نه شي.

له بده مرغه د ځینو کسان له بل نه سوال کول عادت ګرځیدلی وي، که یي په خپل کورکې له سترګونه کوم څه غړیږي سم له لاسه د ګاونډي په کور ورمنډه کړي، بیا دې ته هم نه ګوري چې ګاونډیان به هم په کوم کار بوخت وي، یا به ویده وي، بې له ځنډه د دروازې زنځیر داسې ورشرنګوي چې ته وایي، د پلارحق یې ورسره دی، ګاوندي هم د نزاکت له مخې څه نه وایي، څه چې ورنه غوښتل کیږي ورکوي یي، خو له اخلاقي پلوه دا سم کارنه دی چې وخت ناوخت له ګاونډیانو نه هرڅه وغوښتل شي.

د کابل اوسیدونکی متن وایي، چې له ده نه ګاونډيانو موټرغوښتی و، داسې یې ورته خراب کړی چې اوس یې جوړولای نه شي.

ځیني کسان بیا د دې لپاره چې له خپلوانو سره سیالي وکړي، کله چې هغوي میلمه کوي تر غالیو پورې د ګاونډي له کورنه وړي.

رحمت اله وایي، بیا یې چې خیرنې کړي، یا یې وسوځوي لوی جنجال یې منځ کې جوړ شي.

د کارته نو اوسیدونکی افغان بیا وایي، چې دوی داسې ګاونډیان هم لري چې شی ورنه وړي بیا یې بیرته نه ورکوي، وایي ما درکړ، ښایي بل چا ته دې ورکړی وي.

نجیبه چې په یوه دفتر کې په ډیر لږ معاش کار کوي او د کور ټوله نفقه هم ور په غاړه ده وایي، هیڅکله یې نه یادیږي چې له ګاونډیانو به یې کوم شی غوښتی وي، د هغه په نظر هر څوک باید خپل د ضرورت شیان خپله ځان ته پیدا کړي، له بله یې غوښتل بې ننګي ورته ښکاري، هغه هم ګاونډیانو ډیره په تنګ کړي.

فواد بیا وایي، چې انسان تل په یوه حال نه وي کله ناکله یې لاس بندیږي، نوچې لاس یې بند شي مجبوره کیږي چې له ګاونډي نه د کور وسایل یا خوراکي مواد وغواړي.

که چېرې د کور میرمنې دې ته پاملرنه وکړي چې کوم شي څه وخت خلاصیږي او څه وخت یې باید د کور له نارینه وو نه وغواړي بیا داسې کم پیښیږي چې ګاونډیانو ته د سوال کولو لپاره مجبوره شي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:13:43 0:00
مستقیم لېنک

لیکونکې- فرشته مرسل

XS
SM
MD
LG