د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۷

د کاندیدانو ترمنځ لاهم د ملي وحدت حکومت د جوړیدو په اړه اختلافات موجود دي


د اجرایوي شورا د مشر د صلاحیتونو د څرنګوالي په اړه اختلافات هغه څه دي؛ چې دواړه کاندیدان پرې په څو پرله پسې ملاقاتونو کې تراوسه موافقې ته نه دي رسیدلي.

د اشرف غني احمدزي په مشرۍ د تحول او تداوم ټیم وایي؛ چې سیال ټیم یې غوښتنه لري، چې د اجرایوي شورا مشر باید د کابینې رهبري هم په غاړه ولري؛ خو وایي، دوی له دې غوښتنې سره موافق نه دي.

د دې انتخاباتي ټیم یوه ویاند طاهر زوهیر د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل؛ چې د عبدالله عبدالله د انتخاباتي ټیم دغه غوښتنه غیرقانوني ده او له هغې درې ماده ییزې اعلامیې سره هم په ټکر کې ده؛ چې دواړو کاندیدانو لاسلیک کړې:

"تر ټولو مهم اختلافي مسایل د اجرایوي رییس د صلاحیتونو په اړه دي؛ زموږ سیال ټیم وایي، چې اجرایوي رییس باید د کابینې رییس هم وي؛ خو زموږ په فکر دا غوښتنه له قانون نه پورته او له اساسي قانون او هغې اعلامیې سره په تضاد کې ده؛ چې دواړو کاندیدانو لاسلیک کړې ده."

ښاغلي زوهیر وویل، چې د دې اختلافي مسایلو په اړه پریکړه د دواړو کاندیدانو په موافقې پورې تړلې ده.

نوموړي وویل، هڅه کیږي، چې دواړه کاندیدان په دې اړه موافقې ته ورسیږي او په خبره یې اټکل نه کیږي؛ چې بهرنیان دې په دې برخه کې لاسوهنه وکړي.

د ملي وحدت حکومت په چوکاټ کې د اختلافي مسایلو د حل لپاره د کاندیدانو ملاقاتونه دوام لري او د شنبې په ورځ هم عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي د ملګرو ملتونو د استازي او د امریکا د سفیر په حضور کې ملاقات وکړ.

په همدې حال کې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې ټیم مني؛ چې دوی د اجرایوي شورا د مشر پر صلاحیتونو ټینګار کوي.

د دې ټيم استازي وایي، دا غوښتنه یې له اساسي قانون سره په مخالفت کې نه ده.

د عبدالله عبدالله د انتخاباتي دفتر مرستیال محمدالله حیدري وویل؛ په قانون کې داسې حکم نه دی شوی، چې ولسمشر دې خپل یو اندازه واک د وزیرانو شورا مشر یا صدر اعظم ته ورکړي:

"نه دا د قانون خلاف نه دی، په قانون کې نه دي راغلي، چې ولسمشر دې خپل واک د وزیرانو شورا مشر یا صدر اعظم ته نه ورکوي؛ موږ غواړو داسې یو بنسټ کیږدو، چې راتلونکي حکومتونه یې هم له مخې مخکې ولاړ شي او دا دایمي بنسټ خلکو ته هم د منلو وړ وي."

ښاغلي حیدري وویل، چې د دغو اختلافي مسایلو د حل لپاره باید دواړه کاندیدان د یوه پیاوړي سیاسي دریځ له مخې خپلو لیدو کتو ته دوام ورکړي.

د چارو یوشمیر پوهان وایي، که کاندیدان د انتخاباتو د تخنیکي بهیر تر پایه په اختلافي مسایلو موافقې ته ونه رسیږي؛ د انتخاباتو بهیر به له نویو ستونزو سره مخ شي.

راپور: اسدالله لودین کابل

XS
SM
MD
LG