د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۸

د کاندیدانو ترمنځ د اجرایوي رییس د واک په اړه خبرې لا روانې دي


د افغانستان د جمهوري ریاست د دواړو انتخاباتي ټیمونو استازي وایي؛ چې دواړه کاندیدان به نن یوځل بیا د ملي وحدت حکومت د جوړیدو په اړه په اختلافي مسایلو خبرې وکړي.

که څه هم معلومه نه ده، چې دواړه کاندیدان به په نننیو خبرو کې د ملي وحدت حکومت د جوړېدو په اړه کومې کُلي موافقې ته ورسیږي او که نه، خو د اشرف غني احمدزي انتخاباتي ټیم وایي؛ دې خبرو ته خوشبینه نه دي.

د تحول او تداوم د ټیم یو ویاند ظاهر زهیر د شنبې په ورځ آزادي راډیو ته وویل چې؛ د دواړو کاندیدانو تر منځ خبرو کې هم کوم پرمختګ نه دی شوی او خبرې هم ډیرې ورو روانې دي:

"د هیواد اساسي قانون د افغانستان سیاسي نظام ریاستي ګڼي او د جمهور رییس صلاحیتونه د اساسي قانون په متن کې تصریح شوي دي؛ جمهور رییس د خپلو قانوني صلاحیتونو له مخې اجرایوي پست جوړوي؛ خو نه کیږي چې، رییس جمهور چې ملت ټاکلی د اجرایوي رییس تر ریاست لاندې په کابینې کې کیني."

ویل کیږي چې، د جمهوري ریاست د دواړو کاندیدانو ترمنځ د ملي وحدت حکومت د جوړېدو په اړه شپږ اختلافي مسایل موجود دي.

که څه هم ښاغلي زُهیر وویل چې؛ پنځه اختلافي مسایل ډیر مهم نه دي؛ خو تر ټولو اساسي اختلاف پر دې دی؛ چې ویل کیږي، د اجرایي پوست مشر دې د کابینې مشري هم په غاړه ولري.

نوموړي وویل، که چیرې په دې اړه دواړه کاندیدان سره سلا شي؛ نور اختلافي مسایل به هم حل شي.

خو ښاغلي زُهیر په ورته وخت کې د خپل سیال ټیم دغه ډول غوښتنې غیر قانوني بولي او وایي، چې همدې مسلې ته په کتو خوشبینه نه دي؛ چې د کاندیدانو لیده کاته به کومه نتیجه ورکړي.

خو اخوا د عبدالله عبدالله د ټیم ویاند سید آقا فاضل سنچارکي بیا وایي؛ چې د دواړو ټیمونو د مشرانو تر منځ خبرې دوام لري او ښایي چې مثبته نتیجه به ورکړي.

ښاغلي سنچارکي د ۶ اختلافي مسالو په اړه وویل چې؛ نه غواړي د دغو اختلافي ټکو د جزیاتو په اړه رسنیو سره وغږیږي؛ خو د اختلافي ټکو د حل په اړه یې خوشبیني وښوده:

"لید لوري سره نږدې دي؛ خو لږ سره توپیر لري، ډېره هیله ده چې، نننۍ یا د سبا مذاکرې به ګټورې وي او یوې وروستۍ نتیجې ته به ورسیږي."

له دې وړاندې د عبدالله عبدالله انتخاباتي ټیم ویلي؛ څو چې دواړه کاندیدان په سیاسي برخه کې موافقې ته ونه رسیږي؛ د انتخاباتو تخنیکي پروسه دوی ته د منلو نه ده.

خو د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وایي؛ یوازې او یوازې انتخابات راتلونکي حکومت او راتلونکي ولسمشر ته مشروعیت ورکوي.

XS
SM
MD
LG