د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ مرغومی ۱۴۰۰ کابل ۰۱:۱۶

کابل ښاریان د ګازو له کمښت او لوړې بیې نه شکایت کوي


د کابل ښار ځینې اوسیدونکي وایي، د ګازو کموالي او لوړې بیې دوی په عادي ژوند کې له جدي ستونزو سره مخ کړي دي.

دوی وايي، چې د ګازو په یوشمېر دکانونو کې ګاز نه پیدا کیږي او په ځینو نورو کې حتی په دوه برابره لوړې بیې خرڅیږي.

د کابل ښار دوو اوسیدونکو، چې د ګازو د اخیستو لپاره له کوره راوتلي وو؛ ازادي راډیو ته وویل، چې د ښار په د کانونو کې په بیلابیلو بیو ګاز پلورل کیږي او بیه یې یوه شان نه ده:

"۱- زه سلطان حسن د څلورم مکرویان اوسیدونکي یم. موږ د ګازو په اړه زیاتې ستونزې لرو؛ خلک نور په تنګ دي، کله چې موږ ګازو د اخیستلو لپاره راځو ګاز نه وي؛ زموږ ټول کاروبار د ګازو پورې اړه لري.

۲- زما نوم کنشکا د کابل اوسیدونکی. زه راغلم چې ګاز واخلم خو نه پیدا کیږي؛ موږ ډیر سخت ناراحته یو، د یو کیلو ګاز د رانیولو په خاطر څو دوکانونو ته ځو."

د دې تر څنګ په کابل ښار کې ګاز پلورونکي د ګازو د بیو د لوړېدو مسولیت د ګازو پر لویو سوداګرو او واردوونکو اچوي، چې دوی ته ګاز په لوړه بیه ورکوي.

د ګازو پلورونکي له حګومت نه غواړي؛ څو دې ستونزې ته د حل لار پیدا کړي.

بلخوا د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولین وايي؛ چې حکومت په دې برخه کې کوم مشخص میکانیزم نه لري.

د دې خونې مرستیال خان جان الکوزي وویل؛ چې د ګازو قراردادونه یا باید افغان حکومت واخلي او یاهم افغان سوداګرو ته ورکړي:

"موږ ګاز پلورونکو ته د یو کیلو ګازو ۵۵ افغانۍ نرخ ورکړی؛ دوی ولې ګاز په ۶۰، ۷۰ او حتا ۸۰ افغانیو پورې پلوري؟

د ګاز نرخ نه دی لوړ شوی، دا هغه د ګازو مافیایي کړۍ دي چې؛ غواړي افغان حکومت سبوتاژ کړي؛ د ګازو دواطلبۍ نه ده لوړه شوې؛ په هیڅ ځای کې، دا هغه یو څو کسان دي چې؛ غواړي عام خلک له ستونزو سره مخامخ کړي."

دا په داسې حال کې ده چې؛ په دې وروستیو کې له کابل سربیره په ولایتونو کې هم د ګازو بیې لوړې شوي او خلک یې په اړه پرله پسې شکایتونه کوي.

په ورته وخت کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت چارواکي وايي؛ چې یو طرحه یې جوړه کړي، څو له مخې د ګازو قراردادونه د افغان حکومت په انحصار کې راولي.

د دې وزارت ویاند مسافر قوقندي وايي؛ چې افغان سوداګر د سوداګرۍ وزارت له ټاکل شوې بیې نه په لوړ قیمت ګاز اخلي او همدا لامل دی، چې بیې یې هم نه کنټرولیږي.

دا په داسې حال کې ده چې، په کابل کې یو کېلو اوبلن ګازو تر ۱۱۰ افغانیو پورې خرڅیږي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وایي؛ چې له ترکمنستانه سره به په نږدې وخت کې د ګازو د واردیدو یو دایمي قرارداد لاسلیک کړي.

د دې وزارت په خبره د دې قرارداد له مخې ترکمنستان مکلف دی؛ هرکله چې افغانستان اوبلن ګاز ته ضرورت ولري؛ وریې کړي.

د اقتصادي چارو پوهان او عام خلک وایي، حکومت په ځانګړې توګه سوداګرۍ وزارت دغه موضوع جدي نه تعقیبوي او هر کله یوازې په خوله د ګازو د بیو د ټیټیدو خبره کوي؛ خو په عمل کې هیڅ هم نه وي.

راپور: مرضیه احمدزی

XS
SM
MD
LG