د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ سلواغه ۱۴۰۰ کابل ۰۴:۰۸

نور: یوناما دې د تفتیش بهیر د ګړندیتوب په خاطر د خپلو کارکونکو شمیر زیات کړي


یوه ورځ وروسته له هغې چې ملګرو ملتونو د انتخاباتو د نتایجو د معلومیدو په برخه کې د ځنډ خبره وکړه؛ د انتخاباتو خپلواک کمیسیون له دغه سازمان څخه د تفتیش په بهیر کې د خپلو کارکونکو د زیاتیدو غوښتنه وکړه.

د دغه کمیسیون ویاند نور محمد نور د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل؛ چې که د تفتیش په بهیر کې د ملګرو ملتونو د شاملو کارکوونکو او د غه راز د کورنیو او نړیوالو څارونکو شمیر زیات شي؛ نو دا بهیر به په څو راتلونکو ورځو کې نتیجه ورکړي:

"زموږ غوښتنه دا ده چې، ملګري ملتونو باید ژر تر ژره د خپلو کارکونکو شمیر زیات کړي او نړیوال څارونکي هم باید زیات شي. کله چې د دوي شمیر زیات شي موږ هیله من یو او دا ویلی شو چې، په څو راتلونکو ورځو کې به د تفتیش بهیر بشپړ شي او بلاخره د وروستۍ نتیجې اعلان ته نږدې کیږو."

خو ښاغلي نور ټینګار وکړ، چې باید د کار کیفیت هم په نظر کې ونیول شي او په وینا یې عدالت باید د وخت قرباني نه کړو.

ده دغه راز وویل، د پاته څه کم پنځو زرو هغو محلونه تفتیش ښایي ډير وخت ونیسي؛ چې ځانګړي څیړنې ته اړتیا لري.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر یوناما مسوولینو د انتنخاباتو د خپلواک کمیسیون د وروستۍ غوښتنې په اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسییون ویاند دغه راز وویل؛ چې دوی د یاد کمیسیون د تیرو دوو ورځو فعالیتونو په اړه د جمعې په ورځ رسماً دواړو انتخاباتي ډلو ته معلومات ورکړل.

ښاغلي نور وویل، چې دغه معلومات په کتبي ډول له دواړو ټيمونو سره شریک شوي دي:

"د انتخاباتو خپلواک کمیسیون نن رسماً د چک لسټونو کاپي او ځینې نور موارد چې نن او پرون تر سره شول، له دواړو ټیمونو سره شریک او رسماً یې ورته تسلیم کړل."

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د معلوماتو له مخې؛ تر اوسه د ولسمشرۍ د دوهم پړاو انتخاباتو د رایو د څه باندي دوه ویشت زره صندوقونو څخه اولس زره اته سوه او پنځه شپيته یې بیا تفتیش شوي دي.

دا شمیر د ټولو رایو څه باندې اته اویا فیصده جوړوي.

ملګري ملتونه په داسې حال کې په خپل وخت د رایو د تفتیش د بهیر د نه بشپړیدو خبره کوي؛ چې تر دې وړاندي د انتخاباتو څارونکو سازمانونو هم ویلي وو؛ چې له تخنیکي پلوه هم دا ناشونې ده چې؛ د انتخاباتو نتایج په خپل وخت څرګند شي.

XS
SM
MD
LG