د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۷ مرغومی ۱۴۰۰ کابل ۰۹:۴۹

افغان کارګرانو د انتخاباتي لانجو د غځیدو په اړه اعتراض وکړ


د افغانستان د کارګرانو ملي ټولنې په کابل کې یوه اعتراضیه غونډه وکړه او د جمهوري ریاست له دواړو کاندیدانو نه یي وغوښتل، چې د انتخاباتو لانجه پای ته ورسوي.

دوی په خپله اعتراضیه غونډه کې وویل، چې وروستیو انتخاباتي ستونزو د هېواد په اقتصاد ناوړه اغیزه کړې او د بې کاری ستونزه یې نوره هم زیاته کړې ده.

د افغانستان د کارګرانو د ملي ټولنې مشرمعروف قادري په دې اعتراضیه غونډه کې وویل، چې وروستیو انتخاباتي لانجو د کارګرانو ژوند له ستونزو سره مخ کړی او د هېواد اقتصادي وده یې زیانمنه کړې ده:

″د انتخاباتو بهیر اوږد شو، د انتخاباتو لومړي پړاو، دوهم پړاو او ان اوس دریم پړاو، ټول دا انتخاباتي مسایل د دې سبب شوي څو په کارګرانو باندې فشار راشي، د افغانستان د کارګرانو ملي ټولنې ته اصلا د منلو وړنه ده چې کارمند او کارګر دې کار وکړي او په بدل کې یې مزد وانخلي.″

ښاغلي قادري وايي، چې د انتخاباتي لانجو او له امریکا سره د امنیتي تړون د نه لاسلیک له امله په سلګونه فابریکې او کورني شرکتونه ټړل شوي دي.

د افغانستان د کارګرانو د ملي ټولنې مشرهمدا راز اندیښنه څرګنده کړه چې؛ په افغانستان کې د بیکاري رقم ورځ تر بلې زیاتیږي او باید راتلونکي ولسمشر د کارګرانو ژوند ته پام وکړي.

له دې نه وړاندې د افغانستان د مالیې وزارت ویلي وو، چې که تر راتلونکو دوومیاشتو پورې د انتخاباتو نتیجه معلومه نه شي نو د یو شمېردولتي کارکوونکو د معاشونو په برخه کې به له ستونزو سره مخ شي.

په افغانستان کې کارګرهغه طبقه ده چې د کارد موندلو په هدف له زیاتو ستونزو سره مخامخ وي او تل شکایت کوي، چې حکومت ورته د کارکولولازمه زمینه نه ده برابره کړې.

نجیبې او محمدالله چې په دې اعتراضيه غونډه کې ګډون کړي وو د بې کاري د کچې په اړه ازادۍ راډیو ته خپل نظرونه داسې څرګند کړل:

″غوښتنه مو له ډاکټر صیب اشرف غني او ډاکتر صیب عبدالله نه دا ده چې دوي ولې په خپلو منځونو کې نه جوړیږي بالاخره د ملت د سرنوشت سرحد چیرته رسوي او دا خبره د اندېښنې وړ ده چې تر دوو میاشتو د دولتي مامورینو معاش ورکو او وروسته یې توان لرو دولت باید خلکو ته سم ځواب ورکړي څو خودکشي ورکړي.

زه کارګر یم موږ اندیښمن یو نور غواړو چې انتخابات لانجې ختمې شي ، او کارګرو ته د ژوند زمینه مساعده شي. ″

د افغانستان د کارګرانو ملي ټولنه وايي، چې د تېرو دو کلونو راهیسې د تولیدي فابریکو فعالیتونو ته د حکومت نه پاملرنه او د بنیادي پروژو نه عملي کول په هیواد کې د وزګارو خلکو د ډیریدو لاملونه بلل کیږي.

همداراز دا ټولنه له ګټونکي کاندید نه غواړي چې په راتلونکي حکومت کې د کارګرو ژوند ته پام وکړي او د ټولو افغانانو د اقتصادي ودې لپاره منظم پروګرامونه عملي کړي.

مرضیه احمدزۍ

XS
SM
MD
LG