د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۹

معنوي: که غوښتنې مو ونه منل شي، پروسه ختمه اعلانوو


د اصلاحاتو او همپالنې د ټیم غړي وایي، که د رایو د باطلیدو په بهیرکې د دوي غوښتنې ونه منل شي نوسرله سبا به له دغې پروسې څخه ووځي.

د دغه ټيم تخنیکي مسول د سې شنبې په ورځ خبریالانوته وویل، چې د ابطال په بهیرکې د دوي پنځه غوښتنې نه دي منل شوي او د ابطال لایحه د دوي د غوښتنو خلاف ده.

خو د انتخاباتود خپلواک کمیسیون چارواکي له دغه ټيمه غواړي، څو خپل شکایتونه او وړاندیزونه دوي او ملګرو ملتونو ته وړاندې کړي او پروسې ته دوام ورکړي.

د رايي ورکونکو د کتابچو څخه ساتنه نه کول، د څو محلونو د رای پاڼو یوځای کیدل، د ناامنو سیمو د رایو نه څيړل، په رای پاڼوکې یو شان نښې یاټیک مارکونه او د پاڼو نه تاوول، د رایو د ابطال په پروسه کې د اصلاحاتو او همپالنې د ټيم وړاندې شوي موارد دي.

د دغه ټیم تخنیکي مسول فضل احمد معنوي د سې شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، چې که د رایو د باطلولو په بهیرکې دا وړاندیزونه په پام کې ونه نیول شي نو سرله سبا به د تفتیش له بهیره ووځي:

″زه نن د افغانستان شریف ملت ته مسولانه دا اعلانوم چې، که ترسبا پورې زموږ ټولې معقولي غوښتنې په بشپړه توګه ومنل شي، موږ به دې پروسې ته دوام ورکړو او نتیجه یې هر شی چي وي، زموږ لپاره به د منلو وړ وي.

خو که دا غوښتنې ونه منل شي، موږ پروسه ختمه اعلانوو نور دوام نه ورکوو.″

د ښاغلي معنوي په وینا، د دوي د غوښتنود نه منلو په صورت کې به د یاد ټیم د هرډول پریکړې مسول هغه کسان وي چې دې غوښتنو ته یې پام و نکړ.

نوموړي د رایو د ابطال لایحه مسخره وبلله او زیاته یې کړه چې له هغې سره سیاسي چلند شوی دی.

خو د تحول او تداوم د ټيم یوه غړي طاهر زوهیر بیا له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې د فضل احمد معنوي څرګندونې د هغه شخصي نظر وباله او ویې ویل چې، په دې اړه اندیښنه نه لري.

په همدې حال کې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وایې، د دوي پریکړې د هغې لایحې له مخې کیږي چې دواړو کاندیدانو ورباندي له وړاندي موافقه کړې وه.

د دغه کمیسیون ویاند نورمحمد نور د سې شنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، چې د اصلاحاتو او همپالنې ټیم باید خپلې غوښتنې د یاد کمیسیون له چارواکو او ملګرو ملتونو سره شریکې کړي.

نوموړي وویل، که کوم انتخاباتي ډله د تفتیش له بهیره وځي بیا به هم دا بهیرد ملګروملتونو او ملي او نړېوالو څارونکو په حضورکې دوام پیدا کړي:

″موږ دا فرصت ورته برابر کړی، چې هره ستونزه، شکایت یا وړاندیز که ولري، د انتخاباتو خپلواک کمیسیون او ملګرو ملتونو ته دې وړاندي کړي.

خو دا هم قطعي شوې چې، که هر انتخاباتي ټیم پروسه پریږدي، پروسه به د ملګرو ملتونو او ملي او نړېوالو څارونکو په حضورکې دوام وکړي او په دې سره به د وروستیو نتایجو اعلانولو ته و رسیږو.″

دا په داسې حال کې ده چې، ولسمشرحامد کرزي په خپل وخت د رایو د تفتیش په ختمیدو ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د نوي ولسمشرد لوړې مراسم به په خپل وخت یعنې د سنبلې په یوولسمه نیټه ترسره شي.

په ورته وخت کې د ناټو عمومي منشي هم ویلي، چې د افغانستان نوی ولسمشرباید د روانې میلادي میاشتې ترپایه اعلان شي ترڅو د افغانستان په اړه د ناټو د غړیو هېوادونو د مشراانو په غونډه کې برخه واخلي.

دغه غونډه د راتلونکې میلادي میاشتې په لومړیوکې د بریتانیا په ویلزښارکې جوړیږي.

XS
SM
MD
LG