د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۳

د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سعودي ته لاړ


د ایران یو لوړ پوړی ډيپلومات د سعودي عربستان له چارواکو سره د خبرو لپاره هغه هېواد تللی دی.

دواړه هېوادونه چې د سیمي مهم سیالان بلل کیږي، په خپلو کې ښه اړیکي نه پالي.

ایران ویلي، هڅه کوي د سعودي عربستان په ګډون د خلیج له هېوادونو سره اړیکی ښه کړي.

د ایران یو لوړ پوړی چارواکی سعودي عربستان ته تللی او هڅه کوي چی د دواړو سیمه ییزو سیالانو ترمنځ خړ پړ شوې اړیکي بیرته اعاده کړي.

د ایران خبري رسنیو ویلي، چې د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیرحسین امیرعبداللهیان د دوشنبې په ورځ سعودي عربستان ته ولاړ چې د دې هېواد د بهرنیو چارو له وزیر شهزاده سعود الفیصل سره وګوري.

دوه اړخیز مسایل د دواړو د خبرو د اجنډا مهم مسایل بلل شوي دي.

د دغه سفر په اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي خو له تیر کال راهیسې له هغه مهاله چې حسن روحاني په اګست میاشت کې د ایران د نوي ولسمشر په توګه په کار پیل کړی، دا لومړی ځل دی چې یو لوړ پوړی ایرانی چارواکی له ریاضه کتنه کوي.

د فرانسپرس خبري اژانس د راپور له مخې د ایران دنیایې اقتصاد ورځپاڼې دغه سفر د تهران او ریاض ترمنځ د اړیکو د ښه کیدو لپاره لومړی ګام بللی دی.

امیرعبداللهیان په تیره جون میاشت کې هم ریاض ته تللی، خو هغه مهال د اسلامي هېوادونو د همکارۍ د کنفرانس په غونډه کې د ګډون لپاره دې هېواد ته تللی و.

د سعودي عربستان چارواکو د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف ته هېواد ته د سفر بلنه ورکړې وه، خو هغه دغه غوښتنه رد کړې او د ایران او د نړۍ له قدرتونو سره په اټمي خبروکې بوختیا ته یې اشاره کړې وه.

دنیایې اقتصاد ورځپاڼې د امیرعبداللهیان له قوله دغه راز لیکلي چې وایي، ریاض ته د ظریف د سفر لپاره به تیاری ونیول شي او د پروتوکول درناوی به وشي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني له خپلو ګاونډیانو په تیره بیا له سعودي عربستان سره چې د خلیج د سیمې یو بل بانفوذه هېواد دی، د اړیکو د ښه کیدو هیله څرګنده کړې ده.

دواړه هېوادونو د سوریې په جګړه کې مختلف دریځونه غوره کړي. تهران د سوریې د ولسمشر بشارالاسد ملاتړ کوي او ریاض هم هڅه کوي چی هغه له قدرته لیرې کړي.

روحاني په تیره جون میاشت کې خبرداری ورکړی و، چې هغه اسلامي هېوادونه چې سوني جهادي ډلې د عراق د ورانولو لپاره د تیلو په ډالرو تمویلوي، دوی به یې د حملې بل هدف وي.

تهران دغه رازپه بحرین کې د اقلیت شیعه اعتراض کوونکو ملاتړ کړی و، خوریاض بیا په دې هېواد کې د سوني واکمنۍ پلوي کوي.

سعودي عربستان دغه رازد ایران د اټمي پروګرام په اړه هم اندیښنه لري او ګومان کوي چې که د اټمي مسالې په اړه موافقه وشي دا به د تهران او واشنګټن ترمنځ د اړیکو ښه کیدو ته لاره پرانیزي.

XS
SM
MD
LG