په کابل کې د پنځو زونونو د کرکټ لوبډلو ترمنځ د شپږیزې په نوم شل اوریزې سیالۍ نن پیل شوې.
د کرکېټ بورډ عمومي ریس شهزاده مسعود د دې سیالیو په پيل کې وویل، چې دغه سیالۍ به یوه اونۍ وخت ونیسي او هدف یې د کرکټ د غوره لوبغاړو معلومول دي.
نننۍ لوبه د سپین غر او بند امیر لوبډلو ترمنځ پيل شوې، خو معلومه نه ده، چې کومه لوبډله به یې وګټي.
د پنځو زونونو په کرکټ ډلو کې د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړي هم برخه لري.