د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۷ سلواغه ۱۴۰۰ کابل ۰۹:۰۹

کوټه کې چاودنې يو تن وژلى، پينځلس يې ټپيان کړي


نن سهار په کوټه کې چاودنه شوې، چې يو تن يې وژلى او پينځلس نور يې ټپيان کړي دي.

په ټپيانوکې د درې تنو حالت نازک بلل شوى. پوليس وايي په پېښه کې وژل شوى تن او ټپيان ټول عام خلک دي.

د دوشنبې په سهارد کوټې ښار په منځ کې پر پرنس سړک باندې زوروه چاودنه وشوه، چې د شاوخوا دوکانونو او لويو رستورانونو ښيښې يې ماتې کړې.

پوليس او ملېشه سرتېري سمدستي د پېښې ځاى ته را ورسېدل او سيمه يې محاصره کړه، د چاودنې د شدت له امله د ور څېرمه سړکونو دوکاندارانو خپل دوکانونه وتړل.

د کوټې د پوليسو مشر عبدالرزاق چېمه د پېښې په ځاى کې رسنيو ته وويل، چې نامالومو موټرسايکل سپرو کسانو د (نعمت کده) په نامه يوه مشهور هوټل ته لاسي بم ور غورځولى او دوى د پېښې له ځايه تښتېدلي دي.

وايي، هوټل له خلکو ډک وو، چې د سهار ناشته يې خوړله، خو بم پر داسې ځاى لګېدلى، چې زيات تلفات يې نه دي اړولي.

پوليس مشر وايي په چاودنه کې يو تن و وژل شو او پينځلس نور ټپيان شول، چې سمدستي د کوټې ملکې روغتون ته يووړل شول. ډاکټران وايي په ټپيانو کې د درو تنو حالت ښه نه دى.

د چاودنې علت څرګند نه دى، چې هدف يې څوک وو، خو (نعمت کده) هوټل ته اکثر د پنجاب اوسېدونکې مساپر ورځي او سهارنۍ ناشته پکې خوري. پوليس مشر وايي، وژل شوى تن او ټپيان هم ټول عام خلک دي.

د چاودنې مسووليت تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى، خو پوليس مشر يې پړه پر وسلوالو بلوڅانو ور واچوله.

د يادونې وړ ده، چې سبا شپږويشتم اګست د وژل شوي بلوڅ مشر نواب اکبر بګټي اتم تلين دى، له همدې امله په کوټه او د بلوچستان په بلوڅمېشتو سيمو کې کلک امنيت هم نيول شوى دى، خو بيا هم د ښار په منځ کې چاودنه وشوه.

رپوټ: بارکوال مياخېل- کوټه

XS
SM
MD
LG