د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۷

داعش ډلې ته د سپنې ماڼۍ خبرداری


سپينه ماڼۍ وايي چې، امریکا د خپلو خلکو د امنیت ټینګولو لپاره د اسلامي دولت د وسله والو پر ضد نورو اقداماتو ته تیاره ده.

دا خبره پرون (جمعه) د امریکا د ملي امنیت په چارو کې د سپینې ماڼۍ د سلاکار مرستیال؛ بن رودیس خبریالانو ته وکړه.

روډيس وویل، د اسلامي دولت د وسله والو افراطي ډله د تیرو شپږو میاشتو په پرتله اوس ډيره خطرناکه شوې ده.

"موږ بیا – بیا او په زغرده ویلي چې، که تاسې په امریکاییانو پسې ځئ؛ نو موږ به هر چیرته چې یاست، درپسې درځو او دا هغه کار دی چې په راتلونکو ورځو کې به زموږ پلانونه رهبري کوي."

د اسلامي دولت وسله والو د امریکايي خبریال جیمز فولي د وژلو په ویډيو کې چې پر انټرنټ خپره شوې؛ ویلي چې، دا کار یې په عراق کې د اسلامي دولت پر پلویانو د امریکا د هوايي حملو د غچ اخیستلو لپاره کړی دی.

واشنګټن د چهارشنبې په ورځ تایید کړه چې؛ د روان دوبي په پيل کې یې د خبریال جیمز فولي او د یوه بل برمته شوي امریکايي د خوشي کولو د پټ ماموریت لپاره د ځانګړو ځواکونو یوه ډله سوریې ته استولې وه.

بن روډيس پرون یو وار بیا ټینګار وکړ چې؛ متحد ایالات به د اسلامي دولت د وسله والو له برمتې څخه د خپلو وګړو د خوشي کولو لپاره له هیڅ هڅې ډډه ونه کړي.

متحدو ایالاتو تر اوسه یوازې په عراق کې د اسلامي دولت پر وسله والو هوايي حملې کولې خو امریکايي چارواکو ویلي چې په سوریه کې هم پر ورته اقدام غور کوي.

خبریال جیمز فولي د ګلوبل پوسټ په نوم له یوه نړیوال خبري اژانس سره کار کاوو.

XS
SM
MD
LG