د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۳

خبرونه

لغمان: د کوټه تورپه سیمه کې څلور تنه وسله وال وژل شوي دي

د لغمان ولایت د ملي امنیت ځواکونو تېره شپه ددې ولایت مرکز اړوند د کوټه تورپه سیمه کې په یوه کمين کې څلور تنه وسله وال وژلي او یو تن يې ټپي کړی دی.

د لغمان ولایت ویاند سرحدي ځواک وايي، د وژل شویو کسانو مړي د لغمان مرکزي روغتون ته انتقال شوي دي.

د یوه بل خبر له مخې، نن سهار وختي د کابل ـ جلال اباد په لویه لاره د لغمان ولایت اړوند د کاکڅ په سیمه کې وسله والو طالبانو پر یوه شخصي کانټینر برید کړی، چې له امله یي کانټینر سوزیدلی، چلوونکی يې وژل شوی او یو بل تن په کې ټپي دی چې دامهال تر درملنې لاندې دی.

وسله والو طالبانو په لغمان کې د یادو پيښو په اړه تر اوسه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

یوناما په افغانستان کې د خبریالانو پر ملاتړ ټینګار وکړ

ارشیف: په کابل کې د یوې خبري غونډې انځور
ارشیف: په کابل کې د یوې خبري غونډې انځور

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما په افغانستان کې د خبریالانو پر ملاتړ ټینګار وکړ.

دغې ادارې نن د مې میاشتې د درېیمې یا د مطبوعاتو د ازادۍ نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه اعلامیه کې لیکلي چې په افغانستان کې د خبریالانو د کار قدردانی کوي چې د ملت د خبر ساتلو لپاره تر ډېره په خطرناک حالت کې هم خپله هڅه کوي.

په اعلامیه کې د یوناما د مشرې روزا اوتنبایووا په وینا لیکل شوي، د خبریالانو کار د یوه باخبره او سوکاله ملت لپاره مهم دی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع نن په کابل کې ویلي، د دوی دولت "د اسلامي او ملي ارزښتونو په پام کې نیولو سره" د بیان ازادۍ ته ژمن دی.

د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان نن په یوه اعلامیه کې ویلي، پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیاټینګولو وروسته ۲۵۰ رسنیو د فعالیت توان بایللی او د دوو نورو رسنیو فعالیت د محکمې تر بل حکم پورې ځنډول شوی.

د دغه بنسټ په وینا، په دې موده کې د رسنیو د کارکوونکو په وړاندې د تاوتریخوالي تر ۳۰۰ زیاتې پېښې ثبت شوي چې په هغوی کې زنداني کول، لنډمهاله توقیف، احضار، شفاهي ګواښ او د طالبانو دغوښتنو جبري منل شامل دي.

افغان لوبغاړي "فرزاد منصوري" د پاریس المپیک لوبو کې د ګډون جواز ترلاسه کړی

د افغانستان د تکواندو لوبغاړي فرزاد منصوري
د افغانستان د تکواندو لوبغاړي فرزاد منصوري

د افغانستان د تکواندو لوبغاړي فرزاد منصوري ویلي چې په پاریس کې یې د ۲۰۲۴م کال د المپیک لوبو کې د ګډون جواز ترلاسه کړی دی.

هغه پرون پر خپله فېسبوک‌پاڼه دغه خبر ورکړی او لیکلي یې دي چې دا دوهم وار دی د المپیک نړیوالو لوبو ته لار پیدا کوي.

فرزاد منصوري چې دا مهال په بریتانیا کې کډوال دی، له څه مودې راهیسې یې د پاریس د المپیک لوبو ته د لار موندنې لپاره مسابقې کړي او د برونزو مډال یې هم ګټلی دی.

منصوري له خلکو غوښتنه کړې چې د بریا لپاره یې دعا وکړي.

په پاریس کې د ۲۰۲۴م کال د المپیک مسابقې د جولای له ۲۶مې د اګست میاشتې تر ۱۱مې نېټې دوام کوي.

پاکستان شمال کې ژورې درې ته د بس موټر لوېدو پېښه؛ لږ تر لږه ۲۰ کسان مړه شوي

ارشیف: په ګلګت بلتستان کې امبولانسونه د یوې پېښې ټپیان او مړه شوي کسان روغتون ته لېږدوي.
ارشیف: په ګلګت بلتستان کې امبولانسونه د یوې پېښې ټپیان او مړه شوي کسان روغتون ته لېږدوي.

د پاکستان د شمال په یوه غرنۍ سیمه کې، یوې ژورې درې ته د یوه بس موټر د لوېدو له کبله لږ تر لږه ۲۰ کسان مړه شوي دي.

د پاکستان پولیسو ویلي چې چلوونکې پر بس موټر بې کنټروله شو او په نتیجه کې بس د ګلګت بلتستان یوې ژورې درې ته ولوېد.

د پولیسو یوه چارواکي د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې ملایانو د جوماتونو په لوډسپیکرونو کې دا اعلان کړی او له خلکو یې د مرستې غوښتنه کړې ده.

د ژغورنې عملیات ختم شوي او په ۲۱ ټپیانو کې د پنځو هغو وضعیت خراب ښودل شوی دی.

دغه بس موټر له پلازمېنې اسلام اباد څخه د ګلګت بلتستان پر لوري روان شوی و.

اسټین: په غزه کې د حماس له‌خوا پر امریکايي ځواکونو د حملې هېڅ نښه نه‌شته

د امریکا د متحدو ایالتونو دفاع وزیر لوېډ اسټین
د امریکا د متحدو ایالتونو دفاع وزیر لوېډ اسټین

د امریکا د متحدو ایالتونو دفاع وزیر لوېډ اسټین وايي، هېڅ داسې نښه نه شته چې حماس ډله دې، په غزه کې پر امریکایي سرتېرو کومه حمله پلان کړې وي.

د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه حماس ډله یو تروریستي سازمان ګڼي.

د امریکا دفاع وزیر زیاته کړه، بیا به هم د امریکايي پوځیانو د خوندیتوب لپاره لازم اقدامات په پام کې وي.

د امریکا پوځ په غزه کې د یوه سمندري بندر د جوړولو قرارداد اخیستی چې په څو ورځو کې به پرانیستل شي او له دې سره به غزې ته د بشري مرستو رسول چټک شي.

د امریکا د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي ویلي چې د خرابې هوا له کبله د دغه بندر د فعالیت چارې له ستونزو سره مخامخې شوې دي.

زیلینسکي د نظامي تجهیزاتو د ترلاسه کولو لپاره خپلو قوماندانانو ته نوی امر کړی

د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي
د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي

د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي وايي، د هېواد قوماندانانو ته یې امر کړی چې د وسلو، په تېره بیا د هوايي دفاع د تجهیزاتو د ترلاسه کولو موده لنډه کړي.

د امریکا متحدو ایالتونو تېره اوونۍ اعلان وکړ چې اوکراین ته به د پوځي مرستو د یوې برخې په توګه د هوايي دفاعي سیستم د پټریوټ توغندي ور ولیږي.

وروسته له هغه چې د متحده ایالاتو ولسمشر جوبایډن تېره اوونۍ د ۶۱ میلیارد ډالرو نظامي مرستې کڅوړه تصویب کړه، تمه کېږي چې اوکراین ته وسلې پوځي تجهیزات او مهمات په چټکۍ سره تمویل او ورسول شي.

حماس د اوربند په خاطر د خبرو لپاره مصر ته پلاوی لېږي

په غزه کې د روانې جګړې یو انځور
په غزه کې د روانې جګړې یو انځور

حماس چې امریکا او اروپايي ټولنه یې ترهګر سازمان ګڼي، پرون مې دوهمه اعلان وکړ چې ژر تر ژره به قاهرې ته یو پلاوی واستوي څو د اوربند په خاطر د مصر د وروستي وړاندیز په اړه خبرو ته دوام ورکړي

د حماس سیاسي رهبر اسماعیل هنیه په یوه بیان کې ویلي چې د مصر د استخباراتو له رییس سره یې خبرې کړي او د اوربند د وړاندیز په څېړلو کې یې پر مثبتې روحیې ټینګار کړی دی.

په خبرپاڼه کې د دغه پلاوي د سفر وخت نه دی په ډاګه شوی.

د وړاندیز شوي اوربند له مخې به د غزې تړانګې ته د جګړې د پای ته رسولو او د اړتیا وړ مرستو د رسولو په بدل کې اسراییلي یرغمل شوي کسان خوشې شي.

نن جمعه، د مې میاشتې درېیمه د رسنیو د ازادۍ نړیواله ورځ ده

ارشیف: افغان خبریالان
ارشیف: افغان خبریالان

نن جمعه، د مې میاشتې درېیمه د رسنیو د ازادۍ نړیواله ورځ ده.

دا ورځ سږ کال بیا له داسي وخت کې سره برابریږي چې په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې د بیان او رسنیو د ازادۍ د محدودیتونو په اړه اندېښنې نه یوازې کمې شوي نه دي، بلکې تر تېرو دوو کلونو هم زیاتې شوي دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي چې د طالبانو له بیا واک ته رسیدو وروسته په څه کم درېیو کلونو کې د رسنیو د قانون خلاف د طالبانو له لوري لږترلږه ۱۷ دستورالعملونه اعلان شوي دي.

دغه مرکز پرون پنجشنبې په خپله اعلامیه کې وویل چې د طالبانو په دستورالعملونو کې په ملي راډیو تلوېزیون کې د ښځو د کار مخنیوی، د مدني اعتراضونو او مظاهرو پر خپرېدو بندیز، د ښځینه ویندویانو د مخ پټول او دې ته ورته نور موارد شامل دي.

طالبان وايي چې د اسلامي ارزښتونو په چوکاټ کې د رسنیو ملاتړ کوي.

د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته سلګونه رسنۍ له فعالیته لوېدلي، زرګونه خبریالان له هېواده وتلي او یو شمېر نورو دندې له لاسه ورکړي دي.

په دې موده کې لسګونه خبریالان نیول شوي، ځینې یې وروسته خوشي شوي او ځینې لا هم په بند کې شپې سبا کوي.

د پاکستان حکومت امریکا د اډو ورکولو اوازې ناسمې وبللې

د پلازمېنې اسلام اباد یوه څنډه کې د پاکستان بیرغ
د پلازمېنې اسلام اباد یوه څنډه کې د پاکستان بیرغ

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون پنجشنبې وویل، هغه اوازې ناسمې دي چې ګنې پاکستان امریکا ته اډې ورکړي.

د دغه وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ په خپله خبري غونډه کې د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې پاکستان کوم بهرني هېواد ته اډې نه دي ورکړي.

دې په عین حال کې وویل چې پاکستان هېڅ هېواد ته اجازه نه ورکوي چې د بل هېواد خلاف د پاکستان له فضايي حدودو کار واخلي.

تېره اوونۍ د پاکستان په پارلمان کې د اپوزیسیون مشر عمرایوب ویلي وو چې پاکستان امریکا ته دوې اډې ورکړي او حکومت باید په دې اړه وضاحت ورکړي چې دا اډې اوسني که مخکیني حکومت ورکړي دي.

د طالبانو د حکومت ځینو چارواکو هم څو ځلې ویلي چې افغانستان ته بې پېلوټه الوتکې د یوه ګاونډي هېواد له فضا څخه تېرېږي.

طالبان له ایران سره سوداګري راکړه ورکړه لس میلیارد ډالرو رسوي

نیمروز کې د افغانستان او ایران ترمنځ سرحدي بندر یوه څنډه
نیمروز کې د افغانستان او ایران ترمنځ سرحدي بندر یوه څنډه

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي وايي چې له ایران سره سوداګري راکړه ورکړه به لس میلیارد ډالرو ته ورسوي.

عزیزي، چې د یوه پلاوي په مشرۍ ایران ته تللی، پرون د دغه هېواد په سیستان او بلوچستان ولایت کې د ایران ایسنا خبري اژانس ته وویل چې د چابهار بندر له لارې د ټرانزیټ د پراختیا لپاره ګډه کمېټه جوړوي.

ده وویل چې له ایران سره یې په مخکینیو سفرونو کې هم د چابهار بندر په اړه خبرې کړي او غواړي چې دا بندر سل په سلو کې فعاله شي.

د افغانستان د تېر جمهوري حکومت، ایران او هند د موافقې پر اساس، پر چابهار بندر هند سل میلیون ډالره پانګونه وکړه.

د پاکستان د ټرانزیټي لارو د بیا بیا بندېدو او د افغان سوداګرو د وارداتو او صادراتو په لار کې خنډونه سبب شوي چې د طالبانو حکومت د ایران د چابهار بند ته پام زیات کړي.

د افغانستان په ۲۷ ولایتونو کې د واورې، باران او سېلابونو وړاندوینه شوې

وروستیو سېلابونو په هرات کې خلکو ته زیانونه اړولي دي.
وروستیو سېلابونو په هرات کې خلکو ته زیانونه اړولي دي.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې د نن جمعې او سبا شنبې لپاره د افغانستان په ۲۷ ولایتونو کې د واورې، باران او سېلابونو وړاندوینه کړې ده.

د دې ادارې پر اساس، فراه، هرات، نیمروز، کندهار، زابل، هلمند، پکتیکا، پکتیا، غزني، دایکندي، ارزګان، غور، بادغیس، فاریاب، سرپل، بلخ، سمنګان، بامیان، میدان وردک، لوګر، کابل، پروان، بغلان، کاپیسا، پنجشېر، بدخشان او تخار ولایتونه دي چې د ورښتونو وړاندوینه په‌کې شوې ده.

په افغانستان کې د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له کبله نژدې ۸۰ تنه مړه شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

دغه راز د سېلابونو او ورښتونو له کبله سلګونه کورونه او زرګونه هکتاره کرنیزه مځکه له فصلونو سره ویجاړه شوې او سلګونه څاروي تلف شوي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG