د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۸

د ځوانانو ورځ اوکه یو نمایش!؟


د ځوانانو ورځ تېره شوه،تاسې ترې خبر هم شوئ او که نه، چې په افغانستان کې څنګه ولمانځل شوه؟ دا ډول لمانځل یې کوم ځای هم نيسي او که نه؟ ننۍ تاندې څانګې همدې موضوع ته ځانګړې شوې.

د زمري میاشتې ۲۱، چې د میلادي اګست میاشتې ۱۲ نېټه کیږي د ځوانانو نړېواله ورځ ده، په همدې ورځ افغانستان کې هم ولمانځل شوه، خو په ټول افغانستان کې نه!؟ ته وایې د کلي ځوانان به له دې خبر وو؟ د پکتیا ولایت اوسیدونکی فدامحمد باران او د ننګرهار د بټي کوټ اوسېدونکی فضل الرحمن پاڅون وايي، چې اکثره کلیوال ځوانان نه دا ورځ پيژني او نه ترې خبر دي، که ښارونو یا په خاصه توګه په کابل کې ولمانځل شوه نو یوازې نمایشي بڼه یې درلوده.

د افغانستان په لویو ښارونو په ځانګړي ډول په کابل کې دا ورځ د ځوانانو ځینو ادارو لخوا ولمانځل شوه، دوی څنګه ولمانځله، یو ځوان میراحمد یاد د ځوانانو معينت یادونه کوي او زیاتوي چې ځوانان یوازې په ښارونو کې ندي، بلکې په کلیو او بانډو کې هم شته، خو دا معینیت هغوی او هغوی معينیت نه پيژني.

د کابل ښار د یوې لیسې زده کوونکې ملالۍ وايي چې د ځوان ورځ هله باید ولمانځل شي چې ستونځې یې حل شي، ملالۍ:

(هو له ورځې یې خبره وم، خو ډېره نه.
ځکه چې دا ورځ تر اوسه ډېره مشهوره نده، افغان ځوانان له ډېرو ستونځو سره مخ دي. په کانکور کې بې نتيجه پاتې کیږي، د شخصي پوهنتونونو فیسونه لوړ دي، ډېر له لوړو زده کړو پاتې کیږي، بې کاري ده، په نشه يي توکو روږدي دي، دا لویه بدبختي ده، که دولت د ځوانانو دغو ستونځو ته پام وکړي، حل یې کړي او بیا دغه ورځ ولمانځل شي نو بیا به یو خاص خوند ولري).

د یوه قشر په نوم د یوې ورځې نومول هغوی ته په خاص ارزښت قاېلېدل، د ستونځو او لاس ته راوړنو په اړه یې فکر کول دي، چې تېر کال مو د ځوانانو لپاره څه وکړل او راتلوونکي کې څه وکړو؟ خو موږ د ځوانانو ورځ نمایشي لمانځو او د نورې نړۍ یو ړوند تقلید مو کړی. داسې څه د پوهنتون ځوان استاد او ژورنالېست امیرجان وحید احمدزی وايي .

لیکوال او د ټولنيزو چارو شنونکی عاشق الله یعقوب هم وايي، چې یوازې څو ځوانانو ته د تقدیرنامو په ورکولو دا ورځ باید ونه لمانځل شي، بلکې په کار ده چې غوښتنې او ضرورتونه یې درک شي، د ستونځو د له منځه وړلو په اړه یې باید فکر او خبرې وشي.

د اطلاعاتو کلتور وزارت، د ځوانانو معينيت د دولت په کچه یوه داسې اداره ده چې باید د ځوانانو د شته مشکلاتو د حل لپاره یې څومره چې په کار وو، هغومره څه کړي وای، خو وحيد احمدزی وايي چې نوموړی معينيت هم د ښځو چارو وزارت په څېر یوازې نمایشي کارونه کوي، چې په ټولنه کې محسوس ندي، دی وايي چې ځوانانو خصوصاً د ورزش او زده کړو په برخه کې ګڼو لاس ته راوړنو سره خپلې وړتیاوې ثابتې کړې، چې باید توجه ورته شوې وای، خو ونشوه...

عاشق الله یعقوب وايي چې له ځوانانو سره داسې چلند کيږي او شوی چې دوی د زده کړو پر ځای مجبوروي چې د ځینو ډلو، ټپلو او اشخاصو لمنې ونيسي، دی وايي ځوانان دې له مشروع لارې خپل حقونه وغواړي.

وايي توکړې لاړې، له لیندې وتلی غشی او له ورښه اوښتې اوبه بیرته نه راګرځي نو که تېر هېروو د راتلوونکي په اړه باید سم فکر ولرو، عاشق الله یعقوب د ځوانانو لپاره له راتلوونکي دولته غواړي چې که چېرې په هېواد کې شته ستونځې له منځه وړل غواړي نو باید ځوانانو ته خاصه پاملرنه وکړي.

موږ هم په همدې هیله یوو.
دا خپرونه چې په کابل کې یې نورګل شفق جوړوي، هره شنبې او تکرار یې دوشنبې خپريږي، تاسې یې د ازادي راډيو په ویبپاڼه او فیس بک پاڼه هم اوریدلی او لوستلی شئ:
پته ده
www.azadiradio.com
که چېرې غواړئ موږ ته بریښنالیک راولیږئ نو پته ده:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:13:07 0:00
مستقیم لېنک

ShafaqN@rferl.org

XS
SM
MD
LG