د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۷

په خطرناکو وسایلو ټوکې نه کیږي


روانشناسان وایي چې؛ ټوکې او خنداوې د انسان صحت ته ډیره ګټه رسوي، هغه کسان چې ټوکې کوي خاندي او نورخندوي ژرنه زړیږي، خو په اخلاقي لحاظ ټوکې هم ځان ته خاص ځای او وخت غواړي.

هغه کسان چې بې ځایه او بې وخته ټوکې کوي نه یوازې دا چې مقابل لوری خفه کوي بلکې ځان هم ناستو خلکو ته بې شخصیته ورپیژني.

ځیني کسان بیا داسې ټوکې کوي چې د نورو شخصیت کورنۍ او قوم توهینوي، کله ناکله بیا ټوکې دې حد ته هم رسیږي چې مرګ ژوبله رامنځه کوي، پدې هکله وروسته غږیږو لومړی وحید اله د ځان په هکله وایې چې له ملګرو یې په همدې بې ځایه ټوکو خوابدی دی.

ټوکې که د کورنۍ د غړو ترمنځ هم له حده ډیرې او تیرې شي، ستونزې رامنځته کوي. د ننګرهار اوسیدونکی امان اله وایې چې له نیا او د تره له ښځې سره یې ټوکې په جنګ بدلې شوې.

د ټوکو په وخت د عمرپه پام کې نیول هم ضرور دي، ډاکتر هوتک وایي چې مشر سړی سره یې د واده په محفل کې داسې ټوکه کړې چې ترنن پښیمانه دی، ځکه ټوکه د هغه د خفګان سبب شوه.

اجمل بیا وایې کله چې څوک ټوکه کوي نو دادې حتمآ په پام کې نیسي چې مقابل لوري یې څه ډول عادت لري ټوکه مني کنه؟

د کابل اوسیدونکی حمید بیاپه ټوکو کې د مقابل لوري د شخصیت ډیرخیال ساتي او هیڅکله داسې ټوکه نه کوي چې څوک خفه کړي.

راځو هغو ټوکوته چې د خلکو په منځ کې یې دښمني پیدا کړې، په پیل کې خندا خو پایله یې ژړا وي.

د څو تنو خبرې اورو چې وایې په خطرناکو وسایلو لکه ټوپک او داسې نورټوکې نه کیږي، څوک یې چې کوي بیا د له بل کس سره ځان هم تباه کوي.

لیکونکې-فرشته مرسل

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:12:41 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG