د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۴

په اسلام اباد کې مظاهره کوونکي د پارلمان ودانۍ ته ورسیدل


په لسګونو زره مظاهره چیان د پاکستان په مرکز اسلام اباد کې له هغو کانتینرونو تیر شوې دي چې د دوی مخه پرې امنیتي ځواکونو نیولې وه.

مظاهره کوونکي تر دې وروسته د پارلمان تر ودانۍ پورې ولاړل. هلته د پاکستان د دریم ستر سیاسي ګوند مشر عمران خان خپلو پلویانو ته په وینا کې وویل چې د پارلمان ودانۍ ته به نه ورځي او مخې ته به یې احتجاج کوي.

ده یو ځل بیا پر دې ټینګار وکړ چې نوازشریف باید استعفی وکړي او له خپلو پلویانو یې وغوښتل چې د ده په غیاب کې به نوازشریف نه پریږدي:

″له ماسره ژمنه وکړئ، که پر ما څه وشي، له نواز شریفه به انتقام اخلئ.″

په اسلام اباد کې نژدې څلویښت زره د بلوا ضد پولیسو او ملیشه وو کانتیرونه په هغو سیمو کې ځای پر ځای کړې دي چې سره ساحه ورته وایي او هغه ډیپلوماتیکه او سیاسي ساحه ده.

له اسلام اباده د ازادي راډیو خبریالان خبر راکوي چې له مظاهره کوونکو سره لرګي دي او شمیر یې زیات دی چې لویه برخه یې هم ښځې دي. پولیسو ته لارښوونه شوې ده چې له شخړو به لاس اخلي.

څو ساعته مخکې تر دې چې مظاهره کوونکي پر کانټینرونو ورواړوي، د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې پوځیان به د مظاهره کوونکو د مخنوي لپاره ځای پرځای شي.

بل لور ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماري هارف په واشنګتن کې خبریالانو ته وویل چې امریکا د پاکستان وضعیت دقیق څاري:

″موږ په احتیاط په اسلام اباد کې مظاهرې څارو، موږ له ټولو خواوو غواړو چې له تشدده ډډه وکړي، له زغمه کار واخلي او د قانون درناوی وکړي. زموږ په باور پکار ده چې ټول ګوندونه په ګډه کار وکړي څو د سوله ییزو خبرو له لارې اختلافات حل کړي، په داسې ډول چې د پاکستان ډیموکراسي غښتلې کوي.″

د تحریک انصاف ډلې اعلان کړی دی چې له پارلمانه د دوی د ګوند ټولو غړیو استعفی کړې ده. تحریک انصاف په مرکزي پارلمان کې ۳۴ څوکۍ لرلې.

دغه ګوند همداراز یې د خیبرپښتونخوا له ایالتي پارلمان پرته د نورو ایالتونو له پارلمانونو څخه خپل غړي ورغوښتې دي چې کار ونه کړي.

XS
SM
MD
LG