د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ سلواغه ۱۴۰۰ کابل ۰۳:۴۳

ننګرهاریان: څه ډول چې لازم و هغسې د خپلواکۍ ورځ ونه نمانځل شوه


د ننګرهار والي مولوي عطالله لودین چې د دې ولایت امنيتي او ملکي ادارو مسوولینو يې ملتیا کوله د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د ګلو ګیډې د غازي امان الله خان پر مقبره يې کیښوده او د هغه روح ته يې د دعا لاسونه لپه کړل.

د دې ورځې د نمانځنې نور مراسم د ننګرهار ولایت په شاهي ماڼۍ کې ترسره شول.

خو د ننګر ولایت یو شمېر خبریالان او فرهنګيان وايي؛ د افغانستان د خپلواکۍ ستر اتل غازي امان الله خان په دې ولایت کې ښخ دی او دا ورځ باید په داسې شاندارو مراسمو نمانځل شوې وای؛ چې د نورو ولایتونو خلک هم ورته دعوت شوي وای.

دوی وايي، دې ورځې ته نه یوازې، چې شانداره مراسم نه وو نیول شوي؛ بلکې د غازي امان الله خان مقبره هم په هماغه پخواني حال کې پاتې ده او ودانۍ د نړېدو په حال کې ده:

"رحمت الله زیارمل یم. په کار داسې وه، چې دا ورځ باید په ډيرو پراخو مراسمو سره نمانځل شوې وای؛ دې لپاره تدابیر نیول شوی وای اوس تاسې وګوری دا د ده مقبره ده بارانو وهلی نوره د ړنګیدو په حال کې ده.

۲- تکي الله تکي:دا اوس موږ د غازي امان الله خان مقبرې سره ناست یو تاسو وګوری هیڅوک دلته نه لیدل کیږي دا زموږ د ازادۍ روځ ده دې لپاره باید هر ډول تدابیر نیول شوي وای؛ له خلکو مو غوښتنه ده، چې دوی باید د احساس له مخې دا ورځ نمانځي.

۳ قومي سپينږیري نورخان: پخوا به دا ورځ په ډيرو مستو اتونونو نمانځل کیده خلک به د ښار واټونو ته راوتل اوس د ویرې څوک نشي راوتلای."

د ننګرهار والي مولوی عطالله لودين د خلکو د دې نیوکې په ځواب کې وویل؛ چې دوی د امنيتي ستونزو له امله د دې ورځې د نمانځنې مراسم محدود ونیول:

"په کار دا ده، چې د افغانستان په ټولو ولایتونو کې دا ورځ په ښه شانداره مراسمو ونمانځل شي؛ خو ځينې امنيتي پيښې دي، چې نه دي ترسره شوي، زما له مرکزي دولت نه غوښتنه داده، چې دوی په خپل حضور کې دا ورځ په ننګرهار کې ونمانځي؛ ځکه دا موږ ته د ازادۍ پيغام راکوي."

همدا رنګه والي عطاالله لودین ننګرهاریانو سره ژمنه وکړه؛ چې دی به د غازی امان الله خان مقبره رغوي:

"اوس دي مقبري لاندیني برخه جوړه ده، خو پاسنی برخه ترمیم ته ضرورت لري تاسې ته دا دوعده درکوم، چې زه به په خپلو اینده پروګرامونو کې د دې رغونه شاملوم او دا مقبره به جوړه کړم."

په دې غونډه کې د ننګرهار امنيتي مسولینو په خپلو خبرو کې ډاډ ښکاره کړ؛ چې دوی به دا تر لاسه شوې خپلواکي ساتي او له دې څخه به په هر حالت کې دفاع کوي.

وروسته په ننګرهار کې میشت سکانو هم د افغانستان د خپلواکۍ ورځ په ډولونو او د هغوی د لرګیو وهلو په ځانګړو مراسمو ونمانخله.

هر کال د اسد د میاشتې ۲۸ نېټه په افغانستان کې د خپلواکي له ورځې سره سمون خوري؛ له نن نه پوره ۹۵ کاله وړاندې د غازي امان الله خان د نړۍ له ستر ښکېلاک انګلیس څخه ازادي خپله کړه؛ پخوا د دغه ورځې د نمانځنې په موخه په ټول هیواد کې؛ د ځوانانو په مستو اتڼونو او ډول ډول مراسمو سره به په علني توګه نمانځل کیده،خو اوس يې نمانځنه دولتي ځایونو پورې محدوده شوې ده،چې لامل يې ناامني په ګوته شوې ده.

ننګرهار: شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG