د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳ سلواغه ۱۴۰۰ کابل ۰۷:۰۱

ګډ انتخاباتي کمسیون به ډیر ژر مهمې پرېکړې اعلان کړي


ټاکل شوې چې د ملي یووالي په نوم د ولسمشرۍ د دووکاندیدانو د استازو په ګډون ګډ کمیسیون د انتخاباتو د نتیجو او د نوي ولسمشر د لوړې د نېټې په ګډون مهمې پرېکړې ډېر ژر اعلان کړي.

د دواړو کاندیدانو استازي چې په دې ګډ کمیسیون کې د راتلونکي حکومت د اساسي پوښتنو په اړه د خبرواترو په حال کې دي وايي چې له یو مورد پرته پر نورو ټولو مسایلو د دوی خبرې ګټورې دي او نتیجې به یې ډېرژر اعلان شي.

د ولسمشرۍ د دوهم پړاو انتخاباتو د وروستیو نتایجو او د راتلونکي ولسمشرد لوړې د نېټې اعلان له هغو مسایلو څخه دي چې د دواړو کاندیدانو استازي له پنځو ورځو راهیسې خبرې پرې کوي.

د ملي یووالي د کمیسیون د جوړېدو طرح د امریکا د بهرنیو چارو د وزیرجان کري په منځګړتوب د دواړو کاندیدانو له کتنې وروسته په خپره شوې ګډه اعلامیه کې راغلې وه.

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې د ټیم ویاند فضل الرحمن اوریا ازادۍ راډیو ته وویل، چې دا کمیسیون به د انتخاباتو د وروستیو نتیجو او د نوي ولسمشر د لوړې نېټې ډېر ژر اعلان کړي:

″د ملي یووالي ګډ کمیسیون به د دریو اجنډاوو د پلي کولو لپاره کار کوي او د دې په څنګ کې به د ټاکنو د پایلو د اعلان نېټه او د نوي ولسمشرد سوګند د مراسمو نېټه هم وټاکي.

هیله من یو، چې په هغو نېټو به هم د ټاکنو وروستي نتایج اعلان شي او هم نوی ولسمشرپه همغه نېټه د تحلیف مراسم ترسره کړي.″

که څه هم ښاغلي اوریا د کمیسیون په لږترلږه یوه کمیټه کې یو لړ ستونزې تایید کړې ویې ویل، چې د ملي یووالي حکومت د چارواکو د صلاحیتونو په اړه خبرې پڅې پرمخ ځي خو ده په نورو مواردو کې د خبرو پرمختګ ته له حده زیات خوشبیني وښوده.

د اشرف غني احمدزي په مشرۍ د تحول او تداوم ټیم هم د خبرو د چټک پرمختګ په اړه خوشبین دی. د دې ټیم غړي ګلاب منګل له آزادۍ راډیو سره په خبرو کې د یوې کمیټه په بحثونو کې ستونزې ومنلې خو د متنازع مسایلو په اړه له خبرو کولو یې ډډه وکړه.

ښاغلي منګل هیله څرګنده کړه، چې په نننیو خبروکې به د ستونزمنو مسایلو لپاره د حل لاره وموندل شي:

″نن دوشنبې له ماسپښین وروسته به د درې واړو کمیټو کار په ګډه غونډه کې وارزول شي او د کار نتایج به راټول شي.

زه امیدواریم چې تر ډېره حده پورې به د درې واړو کمیټو په کار کې د پام وړ پرمختګ موجود وي او که چېرې ځینې برخې پاتې شي د مشرانو په غونډه کې به هغو ته وروستی حل وموندل شي.″

د ملي یووالي په ګډ کمیسیون کې د دواړو کاندیدانو- اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله د ټیمونو شل- شل استازي په دریو کمیټو کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کري د ملي یووالي د حکومت د طرحې پر جزییاتو کار کوي.

د ملي یووالي د حکومت څرنګوالی له ډېرو لانجمنو مسایلو څخه ده چې دواړه ټیمونه یې بېل بېل تعبیروي. د دې طرحې مرکزي محور اجراییوي پست دی چې د اصلاحات او همپالنې ټیم یې د صدراعظم له څوکۍ سره انډول بولي خو د تحول او تداوم ټیم وايي چې اجراییه رییس به د افغانستان له اساسي قانون سره سم د راتلونکي ولسمشر له خوا په دنده ګومارل کېږي او صلاحیتونه به یې هم د ولسمشر له خوا مشخصېږي.

XS
SM
MD
LG