د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۳

کننګهم : افغانان دې د انتخاباتو هغه نتیجه ومني، چې له تفتیش وروسته اعلانیږي


په کابل کې د امریکا سفیر وایي، د بلخ والي عطا محمد نور ته یې ویلي؛ چې افغانان باید د انتخاباتو هغه نتیجه ومني؛ چې د ټولو رایو له تفتیش او څیړنو وروسته اعلانیږي.

جیمزکننګهم له اشنا راډیو سره په مرکه کې ویلي؛ چې د انتخاباتو ګټل او بایلل د سیاسي سیالۍ او ډیموکراسۍ اصل دی او زیاته کړې یې ده، چې له ښاغلي نور سره یې په ملاقات کې دا موضوع هم یاده کړې ده.

کننګهم وایي، له تیرو دوو کلونو راهیسې یې له افغان سیاستوالو سره په خبرو کې تل ټینګار کړی؛ چې له انتخاباتي سیالیو وروسته باید د افغانستان ثبات او ملي یووالي ته هم پام وشي.

نوموړي د یوې پوښتنې په ځواب کې چې؛ د ده او عطا محمد نور تر منځ ملاقات کې په کومو مسایلو خبرې وشوې؛ داسې وویل:

"ما له تیرو دوو کلونو راهیسې له افغان سیاسي مشرانو سره په خبرو کې ویلي؛ چې تمرکز باید یوازې د انتخاباتو پر سیاسي سیالیو نه وي؛ بلکې له انتخاباتو وروسته د هیواد د ملي یووالي په اړه هم باید وي؛ ډیرو په دې موافقه کړې او ویلې یې دي، چې دا کار څنګه کیږي، موږ په همدې موضوع خبرې وکړې، ما هغه ته وویل، هغه څرګندونې زیان اړونکې دي، چې که انتخابات د عطا او ځینو نورو کسانو په خوښه نتیجه ورنه کړي ودانۍ به ونیسي."

که څه هم تراوسه خپله عطامحمد نور د امریکا له سفیر سره د ملاقات په اړه څه نه دي ویلي؛ خو واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د ښاغلي نور له قوله راپور ورکړی؛ چې که د رایو تفتیش بې پرې ثابته او عبدالله عبدالله بریالی نه شي؛ پاڅون به وکړي.

هڅه مو وکړه، چې په دې راپور کې د بلخ د والي نظر له ځان سره ولرو؛ ویاند یې وویل، چې خپله ښاغلی نور په کابل کې دی، خو مونږ یې په موندلو تراوسه نه یو بریالي شوي.

په همدې حال کې یوشمیر سیاسي کارپوهان وایي؛ چې د بلخ د والي وروستۍ څرګندونې په افغانستان کې د امریکا له ګټو سره په تضاد کې دي؛ نو ځکه د امریکا سفیر ورسره مخامخ خبرې کړي دي.

د سیاسي چارو څیړونکي حاجی سید داوود ازادي راډیو ته وویل؛ چې امریکا غواړي له حامد کرزي سره خپلو ترینګلو اړیکو ته په کتو د افغانستان انتخاباتو ته مشروعیت ورکړي:

"دغه ټولټاکنې د امریکا په مادي او معنوی ملاتړ رامنځ ته شوي؛ خو کله، چې عطا محمد نور وایي، چې زما د خوښې کاندید دې واک ته ورسیږي؛ زه فکر کوم دا یو ډول تقابل دی د امریکا له ګټو سره؛ نو همدا لامل دی، چې د امریکا سفیر مخامخ ورته وویل؛ چې داسې خبرې نه تاته ګټه لري او نه هم افغانستان ته."

په همدې حال کې ولسمشر حامد کرزي او د جمهوري ریاست دواړو کاندیدانو غوښتنه کړې؛ چې د انتخاباتو نتیجه باید د روانې اګست میاشتې تر وروستیو معلومه شي.

په کابل کې د امریکا سفیر هم ویلي، چې که انتخابات د روانې میاشتې په پای کې نهایي او ولسمشر معلوم شي؛ په ویلز کې د ناټو جوړیدونکې غونډه به چې د سپتمبر په لومړیو کې جوړیږي، افغانستان ته ښه نتیجه ولري.

XS
SM
MD
LG