د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۹

د انتخاباتو له کمیسیونه د رایو د باطلېدو په اړه د شکایتونو کمیسیون غوښتنه


د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون وايي؛ که چیرې د رایو د ابطال پروسه په وقفه يې ډول تر سره شي کاندیدان به د شکایتونو له ثبتولو محروم نه شي.

د دې کمیسیون ویاند نادر محسني د چهارشنبي په ورځ د انتخاباتو له خپلواک کمیسیون څخه وغوښتل چې د رایو د باطلیدو پروسه په وقفه يې ډول پرمخ یوسي.

نوموړي وویل چې، دوی پوره چمتووالی لري چې، د رایو د باطلیدو په اړه د کاندیدانو شکایتونه ثبت کړي.

"زموږ غوښتنه د انتخاباتو له خپلواک کمیسیون څخه دا ده چې؛ د رایو د باطلیدو په برخه کې زماني مهلمت په پام کې ونیسي، یعنې کاندیدان باید ۲۴ ساعته د شکایتونو د ثبت لپاره وخت ولري."

نوموړي وویل، وروسته له هغې چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د رایو د باطلیدو په اړه پریکړه وکړي؛ کاندیدان ۲۴ ساعته وخت لري چې؛ خپل شکایتونه ثبت کړي.

د ښاغلي محسني په وینا د انتخاباتي شکایتونو کمیسون مکلف دی چې؛ په اته څلویښت ساعتونو کې د ثبت شوو شکایتونو په اړه پریکړه اعلان کړي.

په عین حال کې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي؛ چې احتمالاً د رایو د ابطال پروسه د پنجشنبې په ورځ پیل شي.

خو د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون چارواکو تراوسه څه نه دي ویلي چې؛ د رایو د ابطال د پروسي ترمنځ به واټن په پام کې ونیسي او کنه.

د افغانستان دانتخاباتو خپلواک کمیسیون ټينګار کوي چې؛ د انتخاباتو د دویم دور نتیجې به د انتخاباتو خپلواک کمیسیون له پریکړې سره سم اعلان شي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG