د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۵

"لوبې د ماشوم پینځه ګوني حواس قوي کوي"


لوبې د ماشوم حق او ضرورت دی؛ ذهن ته یې وده ورکوي او دې ته یې چمتو کوي چې له فکري اړخه پیاوړي شي، روانشناسان وایي، چې لوبې د ماشوم پینځه ګوني حواس قوي کوي خوښي وربښي، په ټولنه کې د اوسیدلو او له نورو سره د ګذارې چل ورښیي او هغه ماشوم چې د لوبو زمینه ورته برابره وي تازه ښکاري.

ماشوم د لوبو لپاره خاص ځای او وسایلو ته اړتیا لري، خو له بده مرغه ځینې کورنۍ بې وزلې دي، لګښتونه یې نشي پوره کوی، خو یو شمیر بیا بې پروا وي، ماشومانو او د هغوی ضرورت ته توجه نه کوي؛ په پیل کې د لغمان اوسیدونکې ماري وایي چې؛ دوی د سبا او بیګا ډوډۍ نه لري نو ماشومانو ته څنګه د لوبو شیان واخلي؛ یا هغوی پارکونو او میله ځایونو ته بوځي؟

فاطمه هم چې د پینځو ماشومانو مور ده؛ له خپلې غریبۍ نه شکایت کوي، خو د هغې په نظر که کورنۍ وغواړي؛ په کمو پیسو هم د ماشومانو لپاره د لوبو وسایل برابرولی شي.

د کابل په کارته نو کې د داسې ماشومانو په لټه کې وو چې؛ په لوبو بوخت وي، له لرې مو په دوو ماشومانو سترګې ولګیدلې؛ نژدې ورغلواو څو شیبې د هغو ماشومانه دنیا کې ورشریک شوو.

لیکونکې: فرشته مرسل

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:13:30 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG