د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۵ سلواغه ۱۴۰۰ کابل ۰۴:۳۰

د عراق ولسمشرد نوي حکومت د جوړیدو غوښتونکی شو


د عراق په پارلمان کې د شيعه ګانو لويې جبهې د نوري المالکي پرځای عبادي د صدراعظم په توګه اعلان کړ

د راپورونو له مخې د عراق ولسمشرفواد معصوم له يوه جګپوړي شيعه سياستواله غوښتي چې نوي حکومت جوړ کړي.

ولسمشر فواد معصوم دا اقدام وروسته له دې وکړ، چې د ملي اتحاد په نوم د عراق په پارلمان کې د شيعه ګانو لويې جبهې د نوري المالکي پرځای عبادي د صدراعظم په توګه اعلان کړ.

عبادي حاضردمه د عراق د پارلمان لومړي مرستيال دي.

مالکي په داسې حال کې په عراق کې په فرقوي تاوتريخوالو تورن دی چې دا هېواد د داعش له ياغيانو سره په جګړه کې ښکېل دي.

نوري المالکي د واک د پرېښودلو لپاره د سنيانو، کوردانو او شيعه سياستوالو غوښتنه رد کړې ده.

مالکي، چې له ۲۰۰۶ را په دې خوا د عراق صدراعظم و، د اپريل د مياشتې له بې نتيجې انتخاباتو وروسته تر ډېره د سرپرست صدراعظم په توګه کار کوي.

ده څرګنده کړې چې؛ د درېم ځل لپاره غواړي چې صدراعظم شي او ولسمشر يې د قانون په سرغړونې تورن کړي ځکه چې د ده کاندياتوري يې ځنډولې ده.

پرون ترغرمې مخکې د عراق سترې محکمې پرېکړه وکړه، چې مالکي د درېم ځل لپاره ځان کانديدولای شي.

امريکا ويلي، چې د عراق د اساسي قانون د تضمينوونکي په توګه د ولسمشرمعصوم ملاتړ کوي.

د متحدو ايالتونو د بهرنيو چارو وزير جان کري پرون وويل، په عراق کې د يوه ثبات لرونکي حکومت جوړېدا ډېر مهم دي.

ده له مالکي وغوښتل، چې ستونزه پېښه نه کړي.

XS
SM
MD
LG