د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۵ سلواغه ۱۴۰۰ کابل ۰۳:۴۰

راشدي: په نورستان ولایت کې دې امنیتي ځواکونه زیات شي


د نورستان ولایت قومي مشران په کابل کې غونډه کړې

د نورستان قومي مشران وايي، که په دې ولایت کې روانو ناامنیو ته عاجل تدابیر ونه نیول شي؛ لمن به یې د هیواد ځینو شمال ختیځو ولایتونو ته هم وغځیږي.

د دی ولایت په لسګونو قومي مشرانو د شنبې په ورځ په کابل کی په یوې ناستې کې وویل؛ د دې ولایت په سرحدي ولسوالیو له څو کلونو راهیسې د وسله والو مخالفینو حملې روانې دي؛ چې ډیر ځلې په کې د سیمې خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې؛ خو حکومت ورته لازمه توجه نه ده کړې.

دوی وویل، که حکومت او په تېره امنیتي ارګانونه د دې ولایت امنیت ته تدابیر ونه نیسي؛ یوشمیر نور ولایتونه به هم نا امنه او د سیمې خلک به له ډیرو ستونزو سره مخ شي.

په قومي چارو کې د جمهور ريیس کرزي سلاکار رحمت اله راشدي چې په خپله هم د نورستان اوسیدونکی دی؛ له حکومته وغوښتل، چې په دې ولایت کې دې امنیتي ځواکونه زیات کړي:

"زموږ له امنیتي ارګانونو عمده غوښتنه دا ده چې؛ درې واړه ارګانونه په سیمه مشترک عملیات وکړي؛ د پولیسو تشکیلات زیات کړي، محلي پولیس هم زیات کړي او د ملي اردو یو کندک هم پر سرحدي کرښه ځای پرځای کړي."

دوی د اسد د میاشتې په لسمه نېټه د برګمټال ولسوالۍ د پچي ګرام پر کلي د وسله والو مخالفینو حملې ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې، په دې ورځ په سیمه کې د امنیتي ځواکونو د کموالي له امله، وسله وال مخالفین وتوانیدل چې؛ شاوخوا شل تنه ووژني اوڅو کورونو ته اور واچوي.

د نورستان ولایت دې قومي مشرانو ویل؛ برګمټال او کامدیش ولسوالۍ ډیورنډ کرښې ته څیړمه پرتې دي او ډیرځلې پرې وسله وال مخالفین د سپکو او درنو وسلو حملې کوي چې؛ له امله یې خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اوړي.

د نورستان ولایت قومي مشرانو دا هم وویل؛ له دې وړاندې یې هم څو ځلې له حکومته غوښتي چې؛ د دې ولایت پر امنیتي وضعیت دې غور وکړي؛ خو د دوی په خبره له بده مرغه په دې هلکه اقدام نه دی شوی.

په همدې حال کې د دفاع وزارت وايي؛ د نورستان ولایت امنیتي وضعیت یې مطالعه او د وضعیت ښه کېدو ته یې جدي تدابیر نیولي دي.

د دې وزارت ویاند ظاهر عظیمي ازادي راډیو ته وویل:

"په ننګرهار ولایت کې زموږ د سیلاب دوه سوه یو نمبر قول اردو ځای پرځای دی او جزوتامونه په لغمان، کونړ او نورستان کې فعالیت لري.

د مخالفینو د ځپلو لپاره د فتح په نامه زموږ عملیاتي پلان په ټول هېوا د کې روان دی او په نورستان ولایت کې به هم عملي شي."

دا لومړی ځل نه دی چې، د نورستان ولایت په برګمټال او کامدېش ولسوالیو د وسله والو مخالفینو حملې کیږي بلکه دا لړۍ له څو کلونو راهیسې روانه ده.

راپورونه وايي، دا ولسوالۍ کله ناکله په موقته توګه د وسله والومخالفینو لاس ته هم ورغلي دي.

کارپوهان وايي، په نورستان کې باید افغان امنیتي ځواکونه زیات او بشپړ تجهیز شي؛ ځکه د دوی په خبره، دا یو سرحدی او ستراتیژیک ولایت دی او مخالفین هڅې کوي چې؛ ډېرفشار پرې واچوي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG