د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۷ سلواغه ۱۴۰۰ کابل ۰۹:۲۰

ایران د یو شمېر سټلایټي ټلویزنونو په تړلو پیل کړی


د ایران حکومت د یو شمېر سټلایټ تلویزوني چینلونو دفترونه تړلي دي.

ایراني چارواکي وايي، د دې تلویزونونو خپرونې يې ځکه بند کړي چې په دې هېواد کې يې فرقه يي او مذهبي ناکراریو ته لمن وهله.

د ایران حکومت د یو شمېر سټلایټ ټلویزنونو په تړلو پیل کړی دی.

ایراني چارواکي تور پورې کوي چې د دې تلویزونونو په خبرونو کې په دې هېواد کې د سنيانو ضد تبلیغات کیږي او فرقه يي او مذهبي شخړو ته لمن وهي.

د ایران د استخباراتو وزارت د اګست په څلورمه نیټه وویل، په وروستیو چاپو کې د یو شمېر محلي او بهر فعالانو شیعه تلویزوني چینلونو کارکونکي يې نیولي دي.

ایراني استخبارات وايي، دغو تلویزونونو په قم، تهران، اصفهان او خراسان ولایتونو کې په غیرقانوني توګه دفترونه پرانستي وو.

ایران چارواکي وايي، دغو تلویزونونو داسې خپرونې کولې چې په ایران کې د مذهبي او فرقه يي شخړو سبب کیږي او په اسلامي نړۍ کې يې د اهل تشیع څیره زیانمنوي.

دا تراوسه روښانه نه ده چې دغو تلویزونو په کوم بهرني هېواد کې خپرونې کولې او څه يې خپرول.

تردې وړاندې د ایران د کلتور وزارت په تیره می میاشت کې خبرداری ورکړی و، چې دا تلویزونونه غیرقانوني دي او کارکونکي به يې محاکمه شي.

زیات شمېرتلویزونونه د ایران د سخت دریځو او محافظه کارو سیاستوالو له خوا چې په مذهبي ښارقم کې میشت دي، تمویلیږي.

ایراني چارواکو دا ګام وروسته ترهغې پورته کړ، چې د لبنان د حزب الله شیعه ډلې مشر حسن نصر الله چې له تهران سره نزدې اړیکه لري، پرایران غږ وکړ، چې د سنیانو پرضد تبلیغ کوونکي تلویزونونه وتړي.

سنیان چې کردان، بلوڅ او عربان په کې شامل دي د ایران د نفوس لس په سلو کې برخه جوړوي.

ایران له کلونو راپدیخوا په سیستان بلوچستان ایالت چې له افغانستان او پاکستان سره پوله لري، د تهران ضد سني وسله والو پرضد مبارزه کوي.

ایران په داسې وخت کې دا تلویزنونه تړي چې په سیمه په ځانګړې ډول په سوریه او عراق کې د سني او شیعه ترمنځ فرقيي کړکیچ او تاوتریخوالی پراخ شوی دی.

XS
SM
MD
LG