د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۰

په غزني کې بهرني ترهګر وژل شوي


د غزني چارواکې وايي په دغه ولايت کې بهرنيو سرتېرو د وسله والو يوه مهم پټنځای په نښته کړی چې په کې شپږ تنه وسله وال وژل شوي او په دې سربېره پکې د هغوی د وسلو يوه ستره زېرمه هم له منځه تللې ده.

چارواکې وايي، په وژلو شويو وسله والو کې ترکمنستاني او پنجابي جګړه‌ماران هم شامل دي.

دغه هوايي بريد تېره ورځ د غزني په ګېرو ولسوالۍ کې شوی دی چې پکې شپږ تنه ترکمن، پنجابي او افغان وسله وال وژل شوي دي.

چارواکې وايي، بريد پرون د ګېرو ولسوالۍ په مټاخان سيمه کې شوې ده.

د ګېرو ولسوال الله داد خيرخواه وايي، په دغه سيمه کې وسله وال د وسلو يوه ستره زېرمه هم جوړه کړې وه چې پکې به يې ماينونه جوړول، ځانمرګيو ته به يې واسکټونه پکې تيارول، وسلې به يې پکې ساتلې او بيا به يې له همدې ځايه ګېرو او نورې ولسوالۍ ناارامې کولې.

دی وايي، د بهرنيو سرتېرو په هوايي بريد کې د وسله والو د وسلو زېرمه او پټنځای په بشپړه توګه له منځه تللی دی.

د خيرخواه په خبره، په وژل شويو کسانو کې درې تنه يې ترکمن، دوه يې افغانان او يو يې پاکستانی پنجابی دی.

"هلته د طالبانو د وسلو يو عمومي ډېپو وو چې ټول مهمات به دوی هلته پکې يو ځای کول. طالبانو چې به هره جګړه کوله له همدې ځايه به ورته اکمالات رسېدل. پرون همدغه ډېپو بمبار شوی دی او شپږ تنه وسله وال هم پکې وژل شوي دي."

خيرخوا وايي، په دغه بريد کې عامو وګړو ته کوم ځاني يا مالي زيان نه دی اوښتی.

دی وايي، وژل شوي کسان د طالب وسله والو مهم کسان وو چې په ګېرو او شاو خوا ولسواليو کې به يې پر ملي سرتېرو بريدونه پلانول، ماينونه به يې جوړول او له افغان سرتېرو سره به يې د جګړو قومانده په غاړه درلوده.

تر اوسه پورې طالب وسله والو لا په دې اړه څه نه دی ويلي.

په دې ورستيو کې يو ځل بيا د غزني په ځينو ولسواليو کې وسله والو سر پورته کړی او پر ملي سرتېرو يې بريدونه زيات کړي دي، خو هره جګړه د وسله والو په درنه مرګ ژوبله پای ته رسېدلې ده.

راپور: سيدشاه سقيم

XS
SM
MD
LG