د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۴

قوقندي: ایران د یوه قرارداد له مخې په افغانستان ګاز پلوري


د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي، ایران په رسمي ډول وړاندیز کړی، چې د یوه قرارداد له مخې به په افغانستان ګارپلوري.

د دې وزارت ویاند مسافر قوقندي ازادۍ راډیو ته وویل؛ افغان حکومت د ایران د دې وړاندیز هرکلی کوي او په دې اړه به وروسته تصمیم ونیسي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه هم د ایران د دې وړاندیز هرکلی کوي او زیاتوي افغان سوداګرو ته د ایراني ګازو واردول په کمه بیه تمامیږي.

د افغانستان د سوداګرۍ وزارت وايي، ایران له افغانستان سره د ګازو د سوداګرۍ په برخه کې کوم رسمي قرارداد نه لري، خو زیاتوي، که ایران په ارزانه بیه پرافغانانو ګاز وپلوري، حکومت حاضردی چې قرارداد ورسره وکړي.

د دې وزارت ویاند مسافر قوقندي د سې شنبې په ورځ ازادۍ راډيو ته وویل، ایران په یوه رسمي مکتوب کې ورته ویلي، چې غواړي د رسمي قرارداد له مخې پر افغانستان ګاز وپلوري:

″موږ ګازو ته اړتیا لرو، هر هېواد چې حاضر شي، په ارزانه بیه ګاز افغانستان ته ورکړي او د افغانانو په ګټه تمام شي موږ د ایران له دې وړاندیز نه هرکلی کوو، ایران زموږ دریم سوداګریز ملګری هېواد دی له هغه سره سوداګریزه راکړه ورکړه لرو.″

ښاغلی قوقندي زیاتوي د امهال افغانستان د اړتیا وړ پنځلس فیصده نفتي مواد له ایرانه او د ضرورت وړ ډیر ګاز د منځنۍ آسیا له هیوادونو په ځانګړې توګه ترکمنستان نه را واردوي.

ایران په داسې حال کې پرافغانستان د ګازو پلورلو ته لیوالتیا ښودلې، چې د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي، ورځ تر بلې په افغانستان کې ګازو ته اړتیا زیاتیږي.

د دې وزارت چارواکو وویل، چې پخوا ګازوته د افغانستان اړتیا کمه وه، خو اوس په کلني ډول افغانستان درې لکه ټنه ګازو ته اړتیا لري.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه هم د ایران له دې وړاندیز نه هرکلی کوي وايي ایران باید د ترکمنستان په بیه افغان سوداګرو ته ګاز ورکړي.

د دې خونې مرستیال خان جان الکوزي وویل، ترکمنستان افغانستان له ټاکل شوې نړېوالې بیې نه هرټن ګازڅلورسوه ډالره ارزانه ورکوي.

نوموړی وایي، چې ایران هم باید دوی ته د ترکمنستان په څیر ارزانه ګاز ورکړي:

″ایران له موږ سره نږدې پوله لري په ډېره اسانۍ سره انتقالات کیږي له ترانسپورټي لحاظ موږ ته ډېره په ګټه دی که چېرې دوی له موږ ته د قرارداد له مخې دغه کار کوي موږ یې هرکلی کوو، زموږ له نظره دغه ښه کار دی، په افغانستان کې ګازو ته ورځ تر بلې اړتیا زیاتیږي که چېرې دغه قرارداد وشي موږ یې استقبال کوو.″

هغه زیاتوي ایران له افغانستان سره د نفتو په ځانګړې توګه د تیلو او ډیزلو سوداګرۍ رسمي قرارادونه لري.

خو تل چې د ایران او افغان حکومت ترمنځ سیاسي اړیکې خرابې شوې ایران افغانستان ته د نفتو واردول ځنډولي دي.

ایران درې کاله وړاندې د افغان سوداګرو د تیلو نږدې څلورسوه ټانکرونه په میاشتو میاشتو په پلوه درولي وو.

د سیاسي او اقتصادي چارو کارپوهان وايي، ایران نه باید له افغانستان سره په سوداګریزو چاروکې سیاسي چلند وکړي.

دا مهال ایران له پاکستان وروسته له افغانستان سره تر ټولو زیات سوداګریز معاملې یا راکړې ورکړې لري.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG