په غزه د اسراییل له لوري د اعلان شوي اوربند سره سره د دې هېواد د پوځ عملیات دوام لري.
اسراییل ویلي، دغه اوربند چې د بشري مرستو په خاطرنن سهار د څو ساعتونو لپاره لګول شوی، په هغو سیمو پورې نه دی مربوط چې اوس په کې د دې هېواد پوځي عملیات دوام لري.
اسراییل د غزې په اکثرو برخو کې نن د څو ساعتونو لپاره یو اړخیز اوربند اعلان کړی.
دا په داسې حال کې ده چې په سیمه کې د ملګرو ملتونو پر یوه ښوونځي د اسراییل وروستۍ خونړۍ حمله نړېوالو غندلې ده.
حماس ویلي، اوه ساعته اوربند ته چې په سیمه ییزو خت د سهار له اتو بجو ټینګ شوی غاړه نه ږدي، هغه یې غولونکی بللی او اوسیدونکو ته یې خبرداری ورکړی چې له کورونو بهر ته د وتلو په وخت کې ډیر احتیاط وکړي.
د اوربند له جاري کیدو څو دقیقي نه وې تیرې شوې چې د فلسطین روغتیایي چارواکو وویل، چې د غزې د تړانګې په شاتي ساحلي سیمه کې د مهاجرینو پر یوه کمپ د اسراییل د هوایي بمبارۍ په ترڅ کې یو ماشوم ووژل شو او دیرش تنه نور ژوبل شول.
دغه راز د غزې په شمالي برخه کې نن پر یوه کور د اسراییل په هوایي برید کې د اسلامي جهاد د ډلې یو قومندان د انیل منصور هم ووژل شو.
اسلامي جهاد ډله د حماس نژدې متحده ده.
اسراییل ویلي، اعلان شوی اوربند د غزې د جنوبي رفح ښارګوټی په ګډون د هغو سیمو لپاره ندی چې پکې اسراییلي ځواکونه عملیات مخ ته وړي.
د اسراییل ځواکونو ته دغه رازامرشوی چې هرې حملې ته پوځي ځواب ووایي.
په غزه کې د حماس او اسراییل ترمنځ د جګړې په ترڅ کې چې له پیله یې اته ویشت ورځې وځي، له ۱۷۷۰ څخه زیات فلسطینیان چې اکثره یې ملکي وګړي دي، وژل شوي دي.
د اسراییل پوځ ته په جګړه کې د اوښتو تلفاتو شمیر۶۴ پوځیانو ته رسیږي. دغه راز درې ملکي وګړي هم وژل شوي دي.
اسراییل د بشري مرستو رسولو لپاره دغه اوربند په داسې حال کې اعلانوي چې پردې هیواد په غزه کې د ملګروملتونو پریوه ښوونځي د پرونۍ خونړۍ حملې په خاطرغندنې مخ په زیاتیدو دي.
په دغه ښوونځي کې شاوخوا درې زرو هغو فلسطینیانو پناه اخیستې وه چې د جګړو له سیمو له خپلو کورونو تښیدلي دي.
د ملګروملتونو عمومي منشي بانکي مون وویل، دغه حمله چې لس تنه پکې ووژل شول، له اخلاقي پلوه د کرکې وړ، یو جنایت کارانه عمل او له نړیوال قانون څخه کلکه سرغړونه ده.
بانکي مون وویل، دغه لیونتوب باید پای ته ورسول شي.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې جین ساکي وویل، متحده ایالات دغې شرمونکې حملې ډیرمایوسه کړی دی.
هغې له اسراییل څخه وغوښتل چې د خپلو نورمونو د پرځای کولو لپاره زیات څه ترسره کړي او ملکي وګړو ته د مرګ ژوبلو مخه ونیسي.
اسراییل ویلي چې دغه ښونځي ته نژدې د اسلامي جهاد درې وسله وال چې په موټرسایکل سپاره و، په نښه کړي و.
د اسراییل د حکومت ویاند مارک ریګیو ویلي دي چې وسله وال ښونځیو ته نژدې سیمې د جګړې د ډګرپرسیمو بدلوي او دوی باید ګرم وبلل شي.
ویل کیږي په غزه کې د جګړې له امله ۲۷۰ زره ملکي وګړو د ملګروملتونو امن ځایونو ته پناه وروړې.