د سیاسي چارو ځينې کارپوهان وایې، افغان حکومت اوس ډیر امکانات لري څو پاکستان دې ته اړ کړي چې د وسله والو مخالفینو له ملاتړ څخه لاس واخلي.
دا په داسي حال کې ده چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر نن په همدې اعتراض په کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړ.
د آزادی راډیو خبریال قسیم سوله مل په دې اړه د پوځي چارو له کارپوه جاوید کوهستاني سره مرکه کړې ده: