د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ سلواغه ۱۴۰۰ کابل ۰۳:۲۴

لوګر: د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د وسله والو یو شمېر سرګروپان ووژل شول


د لوګر ولایت چارواکي وايي، چې د یاد ولایت د مرکز او برکي برک ولسوالیو په مربوطاتو کې د افغان ځواکونو په نننیو عملیاتو کې، چې د ایساف د هوايي ځواک له خوا يې ملاتړ کېده، د وسلوالو لس تنه مشهور سرګروپان وژل شوي دي.

د لوګر د والي ویاند دین محمد درویش مشال راډیو ته وویل، چې د وسلوالو وژل شوي سرګروپان د افغان ځواکونو تر تعقیب لاندې وو، چې بالاخره نن د شنبې په ورځ د افغان پوځ په عملیاتو او د ایساف د هوايي ځواک په بریدونو کې د (ب دوشنبې کلي) او عیسی خېلو د خوړ په سیمه کې ووژل شول.

د لوګر د والي ویاند زیاتوي، چې په دې عملیاتو کې درې تنه افغان پوځیان هم ټپیان شوي دي:

((نن شنبه د لوګر ولایت د مرکز اړوند د ب دوشنبې او د عیسی خېلو د خوړې په سیمه کې چې د پل علم مربوط سیمې دي او هم د برکي برک ولسوالۍ مربوطات دي، په دغو سیمو کې پراخ عملیات پیل شول، د افغاني ځواکونو له خوا نه، چې د ایساف هوايي ځواک هم د دوی ملاتړ کاوه، چې په پایله کې د دولت د وسلوالو مخالفینو لس تنه مشهور سرګروپان ووژل شول او په دې عملیاتو کې د افغان پوځ درې سرتیري هم ټپیان شوي دي.))

دین محمد درویش د یادو عملیاتو په تړاو وویل، چې افغان ځواکونو او کشفي ادارو مالومات ترلاسه کړي ول، چې یو شمېر وسلوال غواړي، د پل علم په ځنو پوستو بریدونه وکړي، چې د وسلوالو تر بریدونو مخکې افغان ځواکونو بیړني عملیات پلان کړل او وسلوالو ته يې یاده مرګ ژوبله واړوله.

دا په داسې حال کې ده، چې د لوګر په ګاونډي ولایت د ننګرهار په حصارک کې هم تېره شپه د وسلوالو له خوا د افغان ځواکونو په یو شمېر پوستو د برید پر مهال ۶۵ وسلوال وژل شوي او شل نور ټپیان شوي دي.

XS
SM
MD
LG