د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳ سلواغه ۱۴۰۰ کابل ۰۷:۱۱

که کار پسې ګرځئ، نو کمپيوټر هرومرو زده کړئ!


کمپيوټر لرئ؟ ورسره بلد يئ او که نه؟

په نن سبا کې یوه ځوان ته د کمپيوټر زده کړه څومره ضروري او مهمه ده؟ د زده کړو تر څنګ سبا د کار په موندلو کې د کمپيوټر زده کړه څومره مرسته درسره کولی شي؟

نننۍ تاندې څانګې همدې موضوع ته ځانګړې شوې.

د کمپيوټر په منځ ته راتګ سره د انسان کارونه لا ښه، بې زحمته او ګړندي شوي، ځکه خو کمپيوټر د ننني عصر له مهمو ارزښتونو شمېرل کیږي. خصوصاً لوستې طبقه که له کمپيوټر سره بلدتیا ونه لري، نو یوه ستره "خو" لري.

د کابل ښار د یوې لیسې د دوولسم ټولګي زده کوونکی امېد اوس خوشاله دی چې؛ کمپيوټر سره بلد شوی، دی وايي چې، که لیسانس هم ولرې، خو چې کمپيوټر دې نه وي زده نو له مشکل سره به مخ یې.

یو بل ځوان صدیق الله چې د کمپيوټر په اصطلاح په هارډوير او سافټ وییر دواړو پوهیږي؛ وايي چې، که یو خوا له کمپيوټر سره نه بلدتیا سړی په خپلو درسونو کې له ستونځو سره مخ کوي نو بل خوا د کار په موندلو کې هم لومړۍ پوښتنه د کمپیوټر د زده کړې کیږي او یو بل ځوان عبدالله عاجز په همدې اړه خپله یوه خاطره راسره شریکوي؛ چې په یوه اداره کې ځکه کار ورنه کړل شو چې له کمپیوټر سره بلد نه و.

خلیل الرحمن حسین خېل هم وايي چې؛ په کمپيوټر پوه سړی د څو کسانو کار کولی شي؛ ځکه خو د کار په موندلو کې لومړۍ پوښتنه د کمپيوټر زده کړې کیږي؛ دی وايي چې، په اداره کې د مسلک تر څنګ په کمپيوټر د یوه پوه کارکوونکی معاش هم لوړ وي او موقف هم.

تکړه ځوان ثناء الله ځاځی چې اوس مهال د بشري سرچینو یا په اصطلاح د "ایچ آر" په برخه کې ماسټري کوي او دم ګړۍ د یوې ادارې مسوولیت هم ورپه غاړه دی؛ وايي چې، یو چا ته د کار ورکولو پر مهال یو "اېچ آر" د هغه کاندید "سي. وي" ته ارزښت ورکوي چې؛ د کاري تجربې او لوړو زده کړو تر څنګ له کمپيوټر سره بلد واوسي.

وايي، موړ د وږي له نسه څه خبر؟

سمه ده چې د کمپيوټر درلودل او زده کول یې نن سبا ډیر ضروري دي. خو که د اخيستلو وس او توان نه وي؛ نو له دې سیالۍ به بیا هم شاته پاتې یې. ځکه خو ځينې ځوانان د کپيوټرونو له لوړو قیمتونو شکایت کوي، له دوی یې یوه هم نازنينه ده، دا وايي:

"زما نوم نازنين دی. زما د ترور لوڼې کمپيوټر لري، خو زه یې نه لرم، زړه مې غواړي چې کاش یو کمپيوټر مې لرلی؛ خو پېسې نه لرو، پلار مې په یوه وزارت کې کار کوي، معاش یې ډېر کم دی، نه یې شي راته اخيستلی؛ کاش د کمپیوټرنو قیمتونو راټيټ شي چې هر ځوان یې واخيستلی شي."

خو یوه افغانه کمپني (بلیو سونیک) چې ډول ډول لپ ټاپ او ډسک ټاپ کمپيوټرونه او د نوي ماډل موبایلونه بسته کوي یا په اصطلاح (اسمبل) کوي یې؛ تازه یې د کابل په ګډون د هېواد په ځینو نورو ولایتونو کې هم په کار پېل کړی.

د دې کمپنۍ له مسولانو یې یو هم وحیدالله قادري دی؛ دی وايي چې، که یو خوا دوی کمپيوټرونه نسبت مارکيټ ته په ارزانه بیه ورکوي؛ نو بلخوا څو کاله د ورانټي خدمات هم ورکوي.

د کمپیوټرونو له قیمتونو راځو د افغانستان په ښوونځیو کې د کمپيوټر زده کړې ته. د پوهنې وزارت په درسي نصاب کې کمپيوټر ځای په ځای شوی، خو په اکثره ښوونځیو کې یوازې په کتابي یا په نظري ډول دی، د پکتیا اوسیدونکی مېرویس ميرزاده وايي، چې وروڼه یې په یوه لیسه کې درس وايي خو کمپيوټر نه ورښودل کیږي، دی وايي مجبوره دی چې زه یې په کور کې وروښيم، خو په کار ده چې د پوهنې وزارت دې برخې ته خاص پام وکړي.

د پوهنې وزارت د نشراتو ريئس محمدکبيرحقمل وايي چې؛ په ښوونځیو کې یې د کمپيوټر زده کړې ته توجه کړې، خو د ځینو ستونزو له کبله مجبوره دي چې اوس یوازې په تیوري بسنه وکړي.

دا خپرونه چې هره شنبې او تکرار یې دوشنبې خپريږي، په کابل کې یې نورګل شفق جوړوي، تاسې یې د ازادي راډيو په ویبپاڼه او فیس بک پاڼه هم اوریدلی او لوستلی شئ، پته ده:

www.azadiradio.com

www.facebook.com/azadiradio

که چېرې غواړئ موږ ته بریښنالیک راولیږئ نو پته ده:

ShafaqN@rferl.org

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:11:58 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG