د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۴ سلواغه ۱۴۰۰ کابل ۰۶:۰۶

امریکا د رایو د تفتیش په بهیر کې د م.م د طرحې هرکلی وکړ


په کابل کې د امریکا سفیر د ولسمشرۍ د څوکۍ له دواړو کاندیدانو څخه غوښتي دي؛ چې د رایو د ارزونې په هغه بهیر کې دې ګډون وکړي چې؛ د شنبې په ورځ له سره پیلیږي.

په یوه خبرپاڼه کې چې پرون (پنجشنبه) مازیګر خپره شوه؛ د جېمز کننګهم له خولې ویلي شوي؛ د هغې کړنلارې هرکلی کوي، چې ملګرو ملتونو د رایو د تفتیش او باطلولو لپاره چمتو کړې ده.

د دې طرحې پر بنسټ، د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسون د افغانستان د اساسي قانون او نړیوالو قوانینو سره سم د رایو د ارزونې او باطلولو واک لري.

په کابل کې د امریکا د متحدو ایالتونو سفیر جېمز کننګهم ویلي؛ د ولسمشرۍ د څوکۍ دواړه کاندیدان باید خپلو ټیمونو ته لارښوونه وکړي؛ چې په بشپړه او رغوونکې توګه د رایو د تفتیش په هغه بهیر کې برخه واخلي چې؛ د شنبې په ورځ له یو ځنډ وروسته بېرته پیلیږي.

جېمز کننګهم ویلي؛ د امریکا د متحدو ایالتونو هدف روښانه دی او هغه دا چې د افغانستان نوی ولسمشر باید د اګست د میاشتې تر پای پورې د لوړې مراسم پر ځای کړي.

دا په داسې حال کې ده چې، د ولسمشرۍ د څوکۍ د کاندیدانو د انتخاباتي ټیمونو ترمنځ لا هم د دې طرحې په اړه ځینې اختلافونه پاتې دي. د اصلاحاتو او همپالنې ټیم وايي، په دې طرحه کې دوی یوې مهمې غوښتنې ته ځای نه دی ورکړل شوی.

د عبدالله په مشرۍ د دې ټیم یو ویاند سید فاضل سانچارکي ازادي راډیو ته وویل؛ دوی له پیل راهیسې په دې بهیر کې ملګرو ملتونو ته د عمومي صلاحیتونو د ورکولو غوښتونکي وو.

ښاغلی سانچارکي په دې اړه چې د اصلاحاتو او همپالنې د ټیم غړي به د شنبې په ورځ د رایو د شمیرلو په بهیر کې ګډون وکړي، تردید څرګند کړ.

"تر هغه وخته چې زموږ ملاحظات په جدي توګه په نظر کې نه وي نیول شوي؛ موږ نه شو کولای په دې بهیر کې برخه واخلو هغه که د شنبې ورځ وي او که بله ورځ، ځکه موږ ته تر اوسه قناعت نه دی راکړل شوی.

که چیرې تفتیش د تفتیش په خاطر وي کولای شي پیل یې کړي. خو که تفتیش د انتخاباتو د شفافیت د تامین لپاره وي؛ په دې کړنلاره او په دې بڼه دا هدف نه تر لاسه کیږي.“

مخکې تر دې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسون ویلي وو؛ دا ځل به د دویم دور انتخاباتو د رایو ارزونه د هغې نوې کړنلارې له مخې ترسره کړي چې؛ دواړو انتخاباتي ټیمونو منلې ده.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسون وویل؛ دا کړنلاره د پخواني چک لیسټ او د ملګرو ملتونو د وړاندیزونو پر بنسټ جوړه شوې ده.

سره له دې چې د اصلاحاتو او همپالنې ټیم د دې کړنلارې په اړه وايي چې؛ غوښتنې یې په کې نه دي منل شوي؛ خو د اشرف غني احمدزي په مشرۍ د بدلون او دوام انتخاباتي ټیم بیا د دې کړنلارې هرکلی کوي.

د بدلون او دوام د ټیم ویاند طاهر زوهیر په دې اړه وايي:

”که څه هم موږ د دې طرحې د ځینو برخو په اړه خپل ځانګړې ملاحظات درلودل او لرو یې، خو سره له دې هم د دې کړنلارې هرکلی کړی او ملاتړ یې کوو. اوس چې د ملګرو ملتونو سازمان طرحه جوړه کړې؛ فکر کوم نور داسې کوم دلیل نه شته چې بیا هم د رایو د ارزونې بهیر له خنډ او ځنډ سره مخ کړي. بلکې د دې طرحې پر بنسټ باید د رایو د اروزنې پروسه لا چټکه شي.“

د ولسمشر د څوکۍ د دویم دور انتخاباتو له ترسره کېدو شا او خوا یوه نیمه میاشت تیریږي. د ملګرو ملتونو سازمان د رایو د تفتیش په بهیر کې د هر ډول ځنډ په اړه خبرداری ورکړی دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي یان کوبیش ویلي؛ په دې بهیر کې هر ډول ځنډ به د افغانستان پر سیاسي او اقتصادي وضیعت ډیرې ناوړه اغیزې ولري.

د ټولو رایو د بیا ارزونې بهیر چې دواړو کاندیدانو د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کري په منځګړیتوب پرې سلا کړې وه؛ دوه اونۍ مخکې پیل شو خو تر اوسه درې ځلې ځنډیدلی دی. دا په داسې حال کې ده چې د دې بهیر د بشپړیدو لپاره د ټاکل شوې مهال ویش یوازې یوه اونۍ پاتې ده.

راپور: اجمل اند

XS
SM
MD
LG