د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۱

په کابل کې مظاهره کوونکو په غزه د اسرایلي حملو د بندیدو غوښتنه وکړه


د فلسطین په غزې تړانګه کې د ملکیان د وژل کیدو په غبرګون د جمعې په ورځ د کابل په څو سیمو کې مظاهرې وشوې.

په دې مظاهرو کې د کابل لسګونه اوسیدونکو برخه اخیستې وه او له نړېوالو یې وغوښتل چې د ملکیانو او بې ګناه خلکو د وژل کیدو مخه ونیسي.

دا مظاهرې په داسې حال کې وشوې چې تېره ورځ اسراییلي پوځیانو د غزې په شمال کې یو ښوونځی د ټانک په مرمیو وویشت او په کې لږترلږه پنځلس کسان ووژل شول.

په کابل کې لسګونه کسانو په داسې حال کې د جمعې په ورځ په مظاهرو کې برخه واخیسته چې لا هم د فلسطین پرغزې تړانګې د اسراییلي پوځیانو حملې دوام لري او په یوې تازه حملې کې د پنجشنبې په ورځ لږترلږه پنځلس فلسطینیان وژل شوي دي.

مظاهره چیانو پرغزې تړانګې د اسراییلو حملې وغندلې او دا یې د نه منلو وړ جنایت وباله.دوو تنو مظاهره چیانو په دې اړه داسې وویل:

″زما نوم انجینیر احمدشاه احمدزي د نړېوالی ټولنې نه مو غوښتنه دا ده کومې وژنې چې دوی په غزه کې ویني، ایا دا د غزې مسلمانان او بشر دی؟ دوی بشر نه دي؟ دوی باید غږ پورته کړي.

نوم مې احمد دی مظاهرې ته راغلی یو، په فلسطین ظلم دی،جهانیان دی په فلسطین جنګ ودروي.″

د قران د عالي شورا په نوم د یوې ټولنې مسوول چې؛ د دغو مظاهرو یو تنظیمونکی دی له رسنیو سره په خبرو کې وویل، چې نړېوال باید د اسراییلو د دغو حملو مخه ونیسي:

″موږ هیله مند یو نړېواله ټولنه چې، د بشر د حقونو، د دیمکراسی د لویو شعارونو ادعا لري، یوازې په یوه وړه سیمه کې چې پنځه شپیته کاله په کې جنایت ترسره کیږي ثابته کړي چې دوی د بشر پلویان دي.″

له دې مخکې د پنجشنبې په ورځ په تخار ولایت کې لسګونه کسانو د غزې پر تړانګې د اسراییلو حملې وغندلې.

په کابل ښارکې دا په روانه اوونۍ کې دویمه مظاهره ده چې د غزې پر تړانګې د اسراییلو د حملو د غندلو لپاره ترسره کیږي او ګڼ شمېرکسان په کې برخه اخلي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون منځني ختیځ ته په خپل وروستي سفر کې تېره ورځ د اسراییلو حملې وغندلې او ویې ویل، چې د ملکیانو تلفات هیڅ د منلو وړ نه دي.

راپور: ابراهیم صافی

XS
SM
MD
LG