د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۲

کمسیون د رایو د تفتیش د ګړندي کولو لپاره له م.م یوه طرحه ترلاسه کړه


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وایي، د ملګرو ملتونو له خوا یې هغه طرزالعمل ترلاسه کړ چې د ولسمشرۍ انتخاباتو د دوهم دورد مشکوکو رایو د تفتیش او باطلیدو لپاره یې ترې غوښتی وو.

دغه طرحه پرون په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستو د همغږۍ ادارې یوناما د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ته وسپارله.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وایې، اوس به پردې طرحه بحث پیلیږي او بیا به د ځانګړو معیارونو او اساساتو سره سم او د ولسمشرۍ دواړو کاندیدانو په سلا عملي چارې پیلوي.

که څه هم د یوناما له خوا د دغې نوې طرحې جزییات تراوسه څرګند نه دي، د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وایې دوی به ژرترژره پردې طرحې بحث پیل کړي.

د افغانستان د ولسمشرۍ انتخاباتو د دوهم دورد مشکوکو رایو د تفتیش او باطلیدو په برخه کې د دواړو کاندیدانو ترمنځ د نظر اختلافونه د دې سبب شوه چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون یوناما ته وړاندیز وکړي چې یو ځانګړی میکانیزم جوړ او د رایو د تفتیش بهیر ګړندی شي.

په افغانستان کې د ملګروملتونو د مرستو د همغږۍ ادارې یوناما پرون ناوخته په یوه اعلامیه کې ویلي وو، چې دوی د ولسمشرۍ انتخاباتو د دوهم دور د رایو د تفتیش او باطلیدو په اړه نوی طرزالعمل د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون مشرته وسپاره.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ویاند په دې اړه ازادۍ راډیو ته وویل:

″تراوسه د ټاکنو خپلواک کمیسیون څو ځلي پردې تاکېید کړی چې ملګري ملتونه دواړه کاندیدان دې ته متقاعد کړي چې پر یوه مشخص میکانیزم باندې سره سلا شي.

په دې برخه کې پرمختګونه شوي دي. ملګرو ملتونو یو مشخص پیشنهاد د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ته رالیږلی دی، کمیسیون به پر دې طرحې بحث وکړي او بیا به پر هره مساله چې نهایې شوه، د افغانستان د قوانینو پر اساس عمل تر سره شي.

اوس مخکې له وخته ده چې په دې اړه بحث وکړو.″

تردې وړاندې د رایو تفتیش د هغه چک لست له مخې کېده چې یولس مورده یې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له خوا او پنځه یې د ملګرو ملتونو له خوا پیشنهاد شوې وه او دواړو کاندیدانو هم موافقه ورباندې کړې وه.

خو په ځینو مواردو کې د کاندیدانو ترمنځ اختلافات پیدا شوه او موضوع ملګرو ملتونو ته راجع شوه.

یوناما په خپله اعلامیه کې ویلي چې دغه نوی طرز العمل د دواړو کاندیدانو د وړاندیزونو په پام کې نیولو سره، د افغانستان د اساسي قانون سره سم جوړ شوی دی.

دغه اداره وایې، له ډیرو هڅو سره سره ونه توانیدل دواړوه کاندیدان په یوه متن سره سلا کړي، له همدې کبله دغه سازمان داسې طرحه وړاندې کړه چې نړېوال معیارونه د دواړو کاندیدانو وړاندیزونه او د افغانستان واقعیتونه په کې نغښتي دي.

ملګرو ملتونه د انتخاباتو له خپلواک کمیسیونه غواړي چې د دوی د مقرراتي طرحې پر اساس ډیر ژر تصمیم ونیسي ترڅو د تفتیش بل پړاو پیل شي.

XS
SM
MD
LG