د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳ سلواغه ۱۴۰۰ کابل ۰۸:۱۷

د ارګون د پیښې له ټپیانو مرستې وشوې


د پکتیکا د ارګون د پیښې له ټپیانو سره د کابل په ایمرجنسي روغتون کې د لوېې پکتیا د یو شمېر مدني ټولنو او قومي مشرانو په استازیتوب مرستې وشوې.

دې کسانو چې د پنجشنبې په ورځ یې ټپیان له نزدې ولیدل له ټپیانو سره ژمنه وکړه چې د پیښې قربانیانو ته به لاډيرې مرستې راټولې کړي.

په ورته وخت کې د ارګون د بمي چاودنې څخه ټپي شوو څو کسانو په ایمرجنسي روغتون کې له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې د هېوادالو له مرستو او خواخوږی مننه وکړه.

د پکتیکا ولایت د ارګون ولسوالۍ د موټربم چاودنې له یو شمېرټپیانو سره چې دلته د کابل په ایمرجنسي روغتون کې بستر دي د لوېې پکتیا د مدني ټولنو په استازیتوب د نغدو پيسو مرسته وشوه.

د لویې پکتیا د مدني ټولنو په استازیتوب کمال سادت د پنجشنبې په ورځ د کابل په ایمرجنسي روغتون کې خبریالانو ته وویل، چې دوی له ټپیانو سره د نغدي مرستو سربیره پکتیکا ته هم ځیني اړین خوراکي او غیرخوراکي مواد لیږلي دي:

″موږ د مدني ټولنو دلته په روغتون کې ټپیانو ته نغدي مرستې ورکړي او په همدې ډول پکتیکا ته مو هم ولیږې او د دې ترڅنګ یو هیت به بهرنیو هېوادونو لکه عربي اماراتو او نورته ځي چې د هغې ځای نه مرستې راټولې او په قربانیانو یې وویشو.″

په ورته وخت کې د ارګونه رواړل شویو دې ټپیانو له ازادۍ راډیو سره د زړه خواله وکړه او د هېوادوالو له مرستو او خواخوږی نه یې مننه وکړه:

″زما نوم شاه محمود دوست ده زه د ارګون په چاودنه کې زخمي شوم اوس دلته ایمرجنسي ته یې راوړی یم د خلکو د کور ودان وي ډيرخلک پوښتنې ته راغله او کومکونه یې وکړه.

2. زه په ارګون کې زخمي شوی یم اوس دلته څو ورځې کېږي چې بستر یم خلک راځي پوښتنه کوي ښه حفاظت مو کوي او ډاکټران هم ښه چلند کوي خدای دې له ټولو سره مرسته وکړي.″

د یادونې وړده شاوخوا پنځلس ورځې وړاندې د پکتیکا ولایت د ارګون ولسوالۍ په بازار کې د موټر بم چاودنه وشوه چې لسګونه ملکېان په کې ووژل شول او لسګونه نورټپیان شول.

د پیښې له قربانیانو سره له دې مرستو سربیره د افغانستان جمهورریس حامد کرزي، دواړو کاندیدانو، نورو دولتي چارواکو او یو شمېرسوداګرو هم مرسته کړې ده.

XS
SM
MD
LG