د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۷

"د دونيڅک بېلتون غوښتونکي دې د تروريستي ډلو په کتارکې راشي"


د امریکا د کانګریس ځینوغړیو له ولسمشراوباما څخه غوښتي چې دونیڅک بېلتون غوښتونکې ډله، چې ځان یې د دونیڅک جمهوریت اعلان کړی دی، تروریستان ونوموي.

دوی له ولسمشراوباما همدا راز غواړي چې د روسیې پرضد نور بندیزونه ولګوي.

د اوکراین په ختیځ کې د مالیزیا د هوايي شرکت د مسافر وړونکې الوتکې له ویشتل کېدو وروسته له روسیې او په اوکرایین کې د مسکو له پلوي بېلتون غوښتونکو سره د امریکا اړیکې خرابې شوي دي.

نن د ماليزيا د هوايي شرکت د مسافروړونکې الوتکې د ويشتل کېدو پوره يوه اوونۍ تېرېږي.

تېره پنجشنبه دا الوتکه، چې له هالنډه ماليزيا ته روانه وه، په داسې حال کې چې د اوکرايين په ختيځ کې له مځکې ۱۰ زره متره لوړه وه، په راکټ وويشتل شوه او ټوله ۲۹۸ سپرلي يې ووژل شوه.

د دې پېښې مسووليت په دونيڅک کې د اوکرايين د روسي پلوه بېلتون غوښتونکو په غاړه اچول کېږي.

له همدې کبله د کانګريس د مشرانو جرګې يو شمېر غړي له خپل ولسمشره غواړي چې د دونيڅک بېلتون غوښتونکي د نړېوالو تروريستي ډلو په کتارکې راولي.

د ديموکرات ګوند سناتورانو ديان فاينسټاين، رابرت ميناندز او کارل ليوين ولسمشر اوباما ته په يوه ليک کې همدا رازغوښتنه کړې چې پر روسيې دې د دفاع، انرژۍ او اقتصادي صنايعو په برخو کې فوري او زيات بنديزونه ولګول شي.

سناتور ليوين په همدې اړه ازادي راډيو ته وويل:

«د اوکرايين په هغه برخه کې د هر ډول مرستو د درېدو په خاطر زيات فشارونه به ګټور وي.»

له بلې خوا سناتور جان مک کين ويلي، چې د ديموکرات سناتورانو د دې ډول هڅو ملاتړ کوي.

ده له ازادي راديو سره په خبرو کې وويل، څوک چې الوتکې ولي، د داسي نوم مستحق دي:

«دا هسي خيال دي چې دوي نور کسان دي. داسي نه ده، دوي روسان دي.»

تر دې مخکې د اوکرايين حکومت د دونيڅک او لوهانسک له ځانه اعلان کړي جمهوريتونه د تروريستي ډلو په توګه معرفي کړي وو.

د دونيڅک اداره د ماليزيايي الوتکې په غورځولو کې لاس لرل ردوي خو ځيني شواهد شته چې ښيي ماليزيايي الوتکه په روسي بک توغندي ويشتل شوې ده.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:45 0:00
مستقیم لېنک


XS
SM
MD
LG