د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۹ سلواغه ۱۴۰۰ کابل ۰۲:۳۷

ننګرهار: د شخصي زندان مالک د سولې له پروسې سره یوځای شو


د ننګرهار د سولې ولایتي دفتر مسولین وايي، د سې شنبې په ورځ د وسله والو یوه شل کسیزه ډله، چې مشري يې سیدجلال پاچا کوله یوځای شوه.

په ننګرهار کې د سولې ولایتي دفتر د دارلانشا مشر بلال کریم مومند وايي، دغې وسله والې ډلې، چې له دې وړاندې په اچين ولسوالۍ کې د طالبانو اسلامي امارت پورې تړاو درلود، اوس يې خپله پښیماني ښودلې او د سولې له پروسې سره یو ځای شول:

"شل تنه د دولت وسله وال مخالفين، چې د دولت پر وړاندې جنګیدل دا شل تنه د سیدجلال پاچا په مشری، چې پخوا په اچین کې و او د امارت اسلامي سره د دوی تړاو وو."

خو د اچین ولسوالۍ اوسیدونکي بيا وايي، سیدجلال پاچا هغه مشهوره څيره ده، چې په اچین او سپين غر ولسواليو کې د لشکراسلام ډلې مشري يې په غاړه اخیستې وه او په میاشتو میاشتو يې له طالبانو سره خپل منځي نښتې هم وکړې او دارنګه په ياده سیمه کې د شخصي زندان مالک هم پاتې شوی دی:

"زما نوم سپین غر شینواری دی د اچین ولسوالۍ اوسیدونکی یم، وروره، نن چې دا سیدجلال پاچا د سولې پروسې سره یوځای شو، دی دا یوکال وشو، په دې ولسوالۍ کې د لشکر اسلام دلې مشر و، شخصي زندان يي هم جوړ کړی و.

زما نوم اشناګل شینواری دی د اچین ولسوالۍ اوسیدونکی دغه سید جلال پاچا، چې موږ دا یو کال لیده، چې د لشکر اسلام مشري کوله دلته په دې ولسوالۍ کې پر عامو خلکو او په خاص ډول په پيښه والو سخت ظلمونه کړي، هغوی ته يي بمونه کیښواده خلک پرې والوتل څوارې جنګ جګړې وکړې او خلک به يي شخصي زندان ته کړل بیا به ترې پيسې اخیستې"

د اچین ولسوالۍ اشناګل شینواری وايي، سیدجلال پاچا په سپین غر ولسوالۍ کې شخصي زندان درلوده،چې دده ورور هم ورسره د ډير وخت لپاره بندي و.

نوموړی وايي، افغان دولت ددې پرځای،چې د شخصي زندانونو مالک سره قانوني چلند وکړي دوی د سولې پروسې سره د یو ځای کیدو رنګ ورکوي:

"په سپین غر ولسوالۍ کې ده ته یو څو کسان و،هغوی ورته خپل کور ورکړ، دې سیدجلال پاچا په کې زدندان جوړ کړ، زما ورور ورسره بندي وو، دا اوس راخلاص شو، بیا د سیمې خلک ورپسې راپورته شول بلاخره پاچا جلال اباد ته راغی او تر اوسه ورسره یو کس بندي و، موږ دولت نه غواړو، چې هرهغه چا چې ظلم کړی باید محاکمه شي داسې نه، چې هلته ظلمونه هم وکړي بیا دلته د سولې یوځای کیدو په نوم دولت بیا ورته شاباسی ورکړی او له دې لارې هم پیسې ووهي"

بل خوا د سولې پروسې سره د يو ځای شوې دلې مشر جلال پاچا یوازي دومره رسنیو ته وویل،چې په تیرو کړنو پښیمانه دی دوی نه پوهیده او د پاکستان د ای ایس ای په لارښوونو دا دریالس کاله په خپل هیواد کې د خپلو وروڼو په ضد وجنګید،خو نن پر حقیقت پوه شوی ځکه د سولې پروسې سره يوځای شوی:

"دا دولس دیارلس کاله وشو،چې موږ د ای ایس ای په اشاره دلته جنګیدو،خو کله،چې موږ ولیده هغه هم افغان مري او زه هم افغان مرم نو بس راغلو امنیت ملي سره مو تماس ونیوه،چې خپلو وروڼو سره په ګډه د هیواد په ابادۍ کې برخه واخلم."

پوره اووه میاشتې وړاندې ازادۍ راډيو هم په شینوارو کې د شخصي زندانو په اړه رپوټ چمتو کړی و،چې هغه مهال د اچین ولسوالۍ قومي مشرانو هم یاد کس په دې تورن کړی و،چې شخصي زندان يې لاره او د منګل باغ د لشکر اسلام د وسله والې ډلې مشري يې کوله،خو اوس د سولې ولایتي اداره وايي،چې نوموړی د طالبانو د اسلامي امارت له اړخه دوی ته تسلیم شوی دی،ولې طالبانو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

یو شمېرخلکو پخوا هم ویلي وو،چې په ننګرهار کې د سولې پروسې زیاتره کړنې نمایشي بڼه لري او یوازې دهغو امتیازاتو لپاره یوه لاره برابروي،چې د سولې پروسې لخوا وسله والو ته په نظر کې نیول شوي دي.

د کتوونکو په اند که چیرې په واقعي ډول د سولې ولایتي اداره هڅه وکړي او د دولت وسله والو مخالفینو سره خبرې وکړي او هغوی وهڅوي،چې سولې ته غاړه کیږدي،نو ددې ولایت په امنیتي وضعیت کې به ښکاره توپير راشي،خو د کتوونکو په اند تر اوسه دا چاره نه ده ترسره شوې،ځکه ورځ تربلې د ننګرهار په لرو پرتو سیمو کې د ناامنۍ پيښې زیاتیږي.

ننګرهار : شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG