د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۲

دانش: وسله وال مخالفین له پټو لارو کابل ته ننوځي


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، وسله وال مخالفین د ورانکارو فعالیتونو په مقصد، له مختلفو او فرعي لارو څخه، کابل ښار ته ننوزي.

د دې وزارت د ویاند مرستیال د سې شنبې په ورځ له ازادۍ رادیو سره په خبرو کې وویل، هڅې تیزې شوي، څو دا لارې معلومې او د مخالفینو د تګ راتګ مخه په کې ونیول شي.

په کابل ښارکې له دوو وروستیو میاشتو راهیسې، د وسله والو مخالفینو مسلسلو حملو، دا پوښتنې راولاړې کړي چې، وسله وال مخالفین څنګه او له کومو لارو، کابل ښار ته راننوزي او انتحاري حملې کوي؟

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش دا مني چې؛ وسله وال مخالفین کابل ښار ته راننوزي خو وایي چې، دا وسله وال د کابل د څیرمه ناامنو ولایتونو، له پټو او فرعي لارو کابل ښارته داخلیږي:

″د کابل د دروازو تدابیر جدي دي، خو کابل ښار له مختلفو لارو، نورو سیمو سره وصل دی، دښمن له همدې لارو کابل ته ننوزي.

بیا هم هڅې کیږي چې ټولې هغه سیمې چې زیان ترې رسیږي، پام ورته وشي.″

ښاغلی دانش وایي، مخالفین لږ توانیدلي چې په کابل ښارکې انتحاري حملې وکړي.

دی وایي، مخالفین اوس مهال هڅې کوي چې په سړکونو کې ماینونه ځای پرځای او یا موټرو پورې ماینونه ونښلوي، خو امنیتي ځواکونو ډیر ځلي د داسې پیښو مخه نیولې ده.

کابل ښارپه دې وروستیو کې د وسله والو مخالفینو د راکټونو، وسله والو حملو او انتحاري بریدونو شاهد دی.

په دولسمه ناحیه کې د جمهوري ریاست د مطبوعاتي کارکوونکو پرموټرحمله، د کابل په هوایي ډګر د وسله والو راکټي او ډله ییز برید او د قصبې په سیمه کې د بهرنیو ځواکونو د سلاکارانو په کمپ کې دننه انتحاري حمله، هغه پیښې دي چې په وروسیتو څو ورځو کې وشوې او مرګ ژوبله یې هم درلوده. دې پیښو خلک هم اندیښمن کړی، دوو تنو ازادۍ راډیوته وویل:

″۱- په دغو انتحاري حملو کې ملکي خلک وژل کېږي، ماشومان بې پلاره، ښځې کونډې او ښار مو ورانیږي.

۲- موږ له حکومته که د کرزي وی او که د بل چاغواړو چې د چوکۍ پر ځای دې د خلکو په فکر کې شي.

۳ – زموږ د ښاریانو اندیښنه په کې ده چې په دې حملو کې اکثره ملکېانو ته زیان رسیږي.″

پوښتنه دا ده، چې د امنیتي ځواکونو له چمتوالي او تلاشیو سره سره ولې د دې حملې مخه نه نیول کېږي.

د امنیتي چارو څیړونکې وایي، چې حکومتي چارواکې په انتخاباتو بوخت دي او اکثره امنیتي مسولین په خپلو دندو کې بې غوري کوي.

د کورنیو چارو پخواني وزیر فقیرمحمد فقیر وایي، د کابل ښار په کمربندونو کې د موظفو ارګانونو بې پروایي د دې سبب شوې چې وسله وال مخالفین په اسانی ښار ته ننوځي:

″که د کمربندونو موظفین خپلې دندې په ښه توګه ترسره کړي، د دې مخه نیول کېدای شي، خو اوس مهال په دې برخه کې بې پروایي زیاته شوې، حال دا چې امکانات هم شته او پرسونل هم شته″

راپورونه وایي، یوازې کابل ښارنه دی چې د وسله والو مخالفینو حملې په کې زیاتې شوي بلکې مخالفینو په نورو ولایتونو لکه: هلمند، لوګر، پکتیکا، فاریاب او ځینو نورو کې هم فعالیتونه زیات کړي دي.

افغان امنیتي مسئولین وایي، د مخالفینو د اعمالو ترشا، د پاکستان او ځینو نورو ګاونډیو هېوادونو د استخباراتي ارګانونو لاس دی.

کارپوهان تاکېد کوي چې؛ افغان حکومت دې د هېواد په سرحدونو کې امنیتي ځواکونه زیات او په ښو وسلو دې سمبال کړي څو هېواد ته د مخالفینو د داخلیدو مخه ونیول شی.

راپور: خان محمد ″سیند″

XS
SM
MD
LG