د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۸ سلواغه ۱۴۰۰ کابل ۰۳:۳۵

د ولسي جرګې غړي د اوړي په رخصتۍ کورونو ته ولاړل


د افغانستان د ولسي جرګې غړي د یوې نیمې میاشتۍ په مخه د اوړي په رخصتۍ کورونو ته ولاړل.
د افغانستان د ملي شورا د ولسي جرګې غړیو د شپاړلسم تقنیني دور په اووم کاري اجلاس کې دوه پنځوس عمومي؛ یوه پرانیستونکې او درې فوق العاده غونډې درلودې.

د دې جرګې لومړي منشي سید اکرام چې د دوشنبې په ورځ یې عمومې غونډې ته د تقنیني دورې راپور وړاندې کاو؛ وویل، په دغه دوره کې ولسي جرګې د قانون ۲۷ مصوبې تصویب کړې دي:

"د افغانستان د ملي شورا د ولسي جرګې په دې موده کې ټولې دوه پنځوس عمومي غونډې کړي دي چې؛ یوه پرانستونکې، درې فوق العاده نهه استجوابیه او نهه دیرش یې عادي غونډې دي؛ د قانون جوړوونې په برخه کې ولسي جرګې ټولې اوویشت د قانون مصوبې تصویب کړې دي."

د ولسي جرګې شپاړسمه تقنیني دوره پنځه نیمې میاشتې وه؛ چې د ۱۳۹۲ کال د حوت له شپاړسمې پیل او د روان لمریزکال د اسد تر یودیرشمې یې دوام درلود.

په همدې حال کې د سیاسي او حقوقي چارو یوشمېر کارپوهان وايي؛ د ولسي جرګې غړیو په تېره کاري دوره کې په لازم ډول خپلې دندې سرته نه دي رسولې.

د چارو کتونکی "ضیا بومیا" وايي، د دې جرګې غړي تر ډېره د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې مصروف وو او د جرګو غونډ ته به نه حاضرېدل.

"په دغه تقنیني دوره کې یو عمده بحران د نصاب نه پور کېدل و؛ د ولسي جرګې کارونو به د نصاب نه نه پوره کېدو سره ټکني کېدل؛ په دې دوره کې دوه ځله د جمهوري ریاست انتخابات رامنځ ته شول؛ د دې لپاره چې وکیلان خپل کارونه مخ ته یوسي دوی به تر ډېره په سیاسي غونډو کمپاینونو بوختول؛ نو په اتوماتیک ډول ویلای شو؛ چې ولسي جرګې په دې کاري دوره کې خپل کارونه په درسته توګه سرته نه دي رسولي."

د افغانستان د قوانینو له مخې د ملي شورا غړي په کال کې دوه وارې؛ یوځل د ژمي او بل د اوړي په موسم کې یوه نیمه یوه نیمه میاشت رخصتي لري.

وکیلان د رخصتیو په موسم کې خپلو ولایتونوته ځي؛ چې هلته د خلکو ستونزې له نږدې وګوري او هم د دولت له پراختیايي پروژو نه لیدنه وکړي.

خو د خلکو له خوا تل دا انتقاد شوی؛ چې ځینې وکیلان د رخصتیو پر مهال هم په خپلو کارونو پسې ګرځي او د موکلینو ستونزو ته پام نه کوي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG