د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۲۶ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۶:۵۸

"په سیاسي برخه کې د دواړو کاندیدانو تر منځ هیڅ ډول موافقه نهايي شوې نه ده"


د اشرف غني احمدزي دوهم مرستیال سرور دانش

که څه هم د جمهوري ریاست کاندید عبدالله عبدالله او د هغه دوهم مرستیال محمدمحقق په وار وار د بدلون او دوام له ټیم سره د سیاسي توافقاتو خبرې کړي خو د اشرف غني احمدزي دوهم مرستیال سرور دانش وايي په دې برخه کې هیڅ موافقه نهایي شوې نه ده.

ښاغلي دانش د دوشنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې هغه اوازې رد کړې چې ګواکې د دولتي څوکیو د ویش پر سر د جمهوري ریاست د کاندیدانو اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله تر منځ موافقې شوې دي.

ښاغلي دانش وویل په دې برخه کې خبرې د بحثونو په لړ کې مطرح شوي چې تر اوسه یې کومه رسمي بڼه نه ده خپله کړې.

«اصلا داسې کومه خبره تر اوسه نه ده شوې. کومې خبرې چې تاسو یې یادونه کوئ د خبرو په جریان کې مطرح شوي. کومې موافقې چې اوس وخت شوي په سیاسي برخه کې یې د جزییاتو په اړه وروستۍ پریکړه او موافقه نه ده شوې کوم رسمي او وروستی مکتوب یې په اړه نه دی رامنځته شوی. مونږ هیله من یو چې د مذاکراتو په لړ کې په دې برخه کې ددې قضیې جزییات روښانه شي.»

ښاغلي دانش همداراز وویل د ملي وحدت په حکومت کې چې دواړو کاندیدانو یې د تشکیل پر سر موافقه کړې وزارتخانې او د نورو ادارو څوکۍ د ټولو خواوو له سلا مشورې او د جمهور رییس په موافقې منظوریږي.

سرور دانش همداراز وویل له احمدضیا مسعود سره د بدلون او دوام د ټیم ژمنه چې د بریالیتوب په صورت کې به د اجرایوي شورا پوسټ ورکوي پر خپل ځای پاتې ده.

« د تحول او تدوام ټیم له احمدضیامسعود سره په خپلې کړې ژمنې ولاړ دی. ښاغلی مسعود به په راتلونکي حکومت کې د اجرایوي شورا د رییس په توګه دنده ترسره کړي.»

له دې وړاندې د عبدالله عبدالله دویم مرستیال محمد محقق ازادي راډیو ته ویلي وو، چې د دواړو کاندیدانو ترمنځ د شوې پریکړې له مخې به د اجرایوي شورا مشري بایلونکي کاندید ته ورکول کیږي.

په اساسي قانون کې د اجرایوي شورا د صلاحیت په اړه څه نه دي ویل شوي، خو محقق وویل، چې د اجرایوي شورا مشر به له دوو کلونو وروسته د افغانستان صدر اعظم کیږي.

د اشرف غني احمدزي دویم مرستیال محمدسرور دانش همدراز د انتخاباتي لانجې د دوام په اړه خواشیني وښوده او ویې ویل هیله من دی د رایو له تفتیش وروسته د موافقې له مخې دواړه کاندیدان نتایج ومني.

وموغوښتل د سرور دانش د وروستیو څرګندونو په اړه د اصلاحاتو او همپالنې د ټیم غبرګون هم ولرو خو له پرله پسې هڅو سره سره په دې کار بریالي نه شو.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG