د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۶

د "لمپيډوسا" ټاپو ته نږدې د مسافرو یوه ډبه شوې کښتۍ موندل شوې


د ایټالیا او مالتا سمندري ځواکونه وایي چې؛ د شنبې په شپه یې د غیر قانوني کډوالو یوه بیړۍ چې "لمپيډوسا" ټاپو ته نږدې دوبه شوې وه، موندلې ده.

د ژغورنې مامورینو ویلي، لږترلږه اتلس جسدونه یې موندلي او یو تن چې غالباً د بیړۍ د ماشین په ګاز مسموم شوی و؛ د ژغورنې د عملیاتو په وخت کې مړ شوی دی.

چارواکو ویلي، د لرګي دا بیړۍ تقریباً ۲۵ متره اوږده وه او نږدې ۶ سوه غیر قانوني کډوال په کې سپاره وو.

دې کسانو غوښتل چې د ایټالیا لمپيډوسا ټاپو ته ورسیږي.

د بیړۍ د ډوبیدو یو اساسي علت دا ښودل شوی چې؛ تر اندازې زیات خلک په کې بار شوي وو چې؛ د شنبې په شپه، د لیبیا او مالتا ترمنځ اوبو کې د ډوبیدو پر مهال، یوې ډنمارکۍ بیړۍ پيدا کړه.

فرانس پرس اژآنس وايي، د ايټالیا سمندري ساتونکو د ډوبو شویو کسانو د موندلو او ژغورلو لپاره د مالتا له پوځه مرسته غوښتې ده.

ژوندي موندل شوي کډوال د درملنې لپاره د ايټالیا "سیسیلي ټاپو" ته لیږدول شوي او د مړو جسدونه به نن (یک شنبه) مالتا ته واستول شي.

د فرانس پرس په حواله، لږترلږه ۶۱ غیر قانوني کډوال چې په یوه بله بیړۍ کې له لیبیا روان شوي او په لاره کې یې بیړۍ ډوبه شوې وه؛ د پنج شنبې په ورځ ایټالیا ته ورسیدل.

داسې انګیرل کیږي چې، د بیړۍ ۴۱ مسافر په اوبو کې مړه شوي دي.

ژغورل شوي کسان د ګانا، ګامبیا او مالي دي.

ایټالوي چارواي وايي، په لیبیا کې د ګډوډۍ د زیاتیدو او په دوبي کې د سمندر د اوبو د نسبي ارامۍ په خاطر، د هغو پناه غوښتونکو شمیر زیات شوی؛ چې د قاچاقبرانو په بیړیو کې د ایټالیا خاورې ته د رسیدو هڅې کوي.

دوی وايي، د روان کال په شپږو میاشتو کې لږترلږه ۸۰ زره غیر قانوني پناه غوښتونکي د ایټالیا خاورې ته رسیدلي دي.

په ایټالیا کې د ملګرو ملتو د کډوالو د ادارې یوې ویاندې "کارلوتا سامي" فرانس پرس ته ویلي؛ د هغو پناه غوښتونکو شمېر زیات شوی چې؛ د سمندر له لارې ایټالیا او له هغه ځایه د اروپا نورو هیوادو ته د تګ هڅې کوي. سامي ویلي، لس ګونو کسان په دې لاره کې مري.

فرانس پرس وايي، زیات غیرقانونی کډوال چې د سمندر له لارې اروپا ته د رسیدو هڅه کوي زیات د افغانستان، پاکستان، سوریې، ایریتریا، سومالیا او یو شمیر نورو افریقايي هیوادو دي.

هرکال ګڼ شمیر پناه غوښتونکي په سمندر کې د ډوبیدو؛ د خوراکي موادو او د څښاک د پاکو اوبو د نشتوالي او په زهرجن ګاز د مسمومیدو له امله مړه شوي دي.

د ایټالیا سمندري ځواکونو د روانې میاشتې په پیل کې هم د غیرقانوني کډوالو لږترلږه پينځه څلویښت جسدونه وموندل چې؛ د کب نیونکو په جال کې نښتي وو.

داسې ګڼل کیږي چې دا کسان قاچاقبرانو په یوه تنګ ځای کې اچولي وو او د هوا د نشتوالي په خاطر مړه شوي وو.

XS
SM
MD
LG