د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۶:۱۷

قانوني: د ملي وحدت حکومت د جوړېدو طرحه افغاني وه


د ولسمشر حامد کرزي لومړي مرستیال محمد یونس قانوني هغه اوازې رد کړې؛ چې ګواکې د جمهوري ریاست د دواړو کاندیدانو ترمنځ وروستي جوړجاړي د بهرنیانو طرحه وه.

ښاغلي قانوني وویل، چې د ملي وحدت حکومت د جوړیدو طرحه خپله د افغانانو طرحه وه، چې د امریکا په ګډون یې ملګرو ملتونو هم ملاتړ وکړ.

قانوني، د شنبې په ورځ ولسي جرګې ته د باور رایې لپاره د اساسي قانون په عملي کیدو د څارکمیسیون د دریو غړو د معرفي کیدو پر مهال وویل، چې کابل ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر له سفر مخکې دواړه کاندیدان په دې طرحه سلا شوي وو.

"غواړم په واضحه توګه ووایم، هغه طرحه چې په افغانستان کې د ملي وحدت حکومت او دولت او دغه راز د دواړو کاندیدانو ترمنځ د تفاهم اوباورمندۍ لپاره وړاندې شوه، خپله د افغانانو طرحه وه، دا طرحه د جمهوري ریاست د مرستیالانو له خوا مطرح او تعقیب شوه."

نوموړي وویل، چې د جمهوري ریاست د دواړو کاندیدانو اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله ترمنځ شوی توافق د افغانستان د ثبات، ملي یووالي او پرمختګ په ګټه دی او باید خلک یې ملاتړ وکړي.

وروسته له دې، چې د جمهوري ریاست کاندید عبدالله عبدالله د انتخاباتو د ابتدایي نتیجو په وړاندې اعتراض وکړ او د انتخاباتو لانجه لا پسې اوږده شوه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر کابل ته راغی او له دواړو کاندیدانو سره یې په جلا جلا توګه ملاقاتونه وکړل.

له دې ملاقاتونو وروسته دواړه کاندیدان د ملي وحدت حکومت په جوړیدو سلا شول او انتخاباتي لانجې ته یې د ځینو موافقو په اساس د پای ټکی کیښود.

د کاندیدانو ترمنځ له شوي سیاسي جوړجاړي وړاندې د جمهوري ریاست لومړي مرستیال یونس قانوني له دواړو کاندیدانو سره غونډې درلودې او د انتخاباتي مسایلوپه اړه یې ورسره خبرې کولې.

په همدې حال کې ځینې سیاسي څیړونکي وایي، چې د کاندیدانو ترمنځ د جوړجاړي طرحه کاملاً بهرنۍ ده او کابل ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کیري د سفر پر مهال طرحه شوه.

د سیاسي چارو څیړونکي عبدالناصر شفیق په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"زه فکر کوم، چې دغه طرحه، چې د اوسني حکومت لوړپوړي چارواکي په ځانګړې توګه د ولسمشر لومړی معاون ادعا لري؛ چې افغاني طرحه ده، دا له عقل نه خلاف خبره ده، فکر نه کوم، چې افغان چارواکي دې داسې غیر معقول کار وکړي؛ دا په حقیقت کې د خلکو په آراوو باندې د خندا او ملنډو مترادف معنی ده."

ښاغلی شفیق وویل، چې د دواړو کاندیدانو ترمنځ وروستی توافق د دیموکراسۍ او د خلکو د رایو په وړاندې یو جوړجاړی وو.

له دې جوړجاړي وروسته اوس دواړو کاندیدانو اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله تر خپل منځه د مخامخ لیدو کتو لړۍ پیل کړې او تراوسه یې دوه ځله ملاقاتونه کړي دي.

معلومه نده، چې کوم کاندید به د انتخاباتو ګټونکی اعلان شي، خو دواړه کاندیدانو داسې موافقه کړې، چې په راتلونکي حکومت کې به ګټونکی او بایلونکی کاندید مطرح نه وي او د ظرفیتونو په اساس به نظام جوړیږي.

راپور: اسدالله لودین

XS
SM
MD
LG